بیجنګ۔17اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د پاكستان چين سر?? د ورورولۍ اړيكې تر ټولو مهم تړون دے٬ پاكستان به چاته د دې اړيكو اغېزمنده كولو اجازه ورنه كړي٬ سی پ??ک يو ګېم چېنجر منصوبه ده كومې چې د وروستو پاتې او كمزورې طبقې د سماجي او اقتصادي پرمختګ لاره هواره كړې، دا د چين او پاكستان ترمينځه د تزويراتي باور عكاسي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د چين دورې په مهال چینائي تھنک ټېنک او سکالرز ته خطاب كښې وكړه۔ نګران وزیراعظم ووئيل په دوه اړخيزه مباحثه كښې شاملېدل ما لپار?? زيات مهم دي او دا مباحثه په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ لس كلونه ترسره شوي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان به چاته هم د دې اړيكو اغېزمنده كولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل سي پېك يوه فلېګ شپ منصوبه ده كومه چې د پاك چين تزويراتي همكارۍ عكاسي كوي۔ ده ووئيل سي پېك د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو سمبول دے۔ ده ووئيل د سي پېك له امله د تېرو لسو كلونو په مهال د پاكستان سماجي مع??شي منظرنامه بدله شوې ۔ ګلګت څخه تر كراچۍ او ګوادار بندر ځايونو د پاكستان په سماجي او اقتصادي لېنډ سكېپ كښې بدلون رامخې ته كېږي۔ سی پېک د پاكستان بنيادي اډانې ته جدت وركړے٬ د دې منصوبو له امله زمونږ ځوانانو ته د روګار موقعې ترلاسه شوې۔ده ووئېل سی پ??ک يو ګېم چېنجر منصوبه ده چې ورسره به د وروستو پاتې او كمزورې طبقې د سماجي او اقتصادي پرمختګ لاره هواره كړه۔ ده ووئيل زه نسبتاً کم پرمختګ كړې صوبې سر?? تعلق لرم او سي پېك بلوچستان لپاره هم سوكالي راوړې ده۔ ده ووئيل سی پېک افغانستان او د سيمې نورو هېوادونو لپاره هم موقعې مع??رفي كړې دي۔ چین او پاکستان ګوادر د سيمه ايزو رابطو مركز جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل مونږ سي پېك څخه استفاده كوؤنكو نوو همكارانو ته هركلے وايوو۔ دا سنټرل اېشیا او مډل ایسټ لپاره هم يوه ګټوره منصوبه ده۔ ده ووئيل د سي پېك د لارې مونږ د 800 کلومیټر نوو سړكونو او سترو لارو نېټ ورك خپور كړے دے٬ په نېشنل ګرډ كښې 8000 مېګاواټ برېښنا شامله شوې او دوه لكه څخ?? زياتې د روزګار موقعې رامخې ته شوي ٬ دا يوه ګېم چېنجر منصوبه ده۔ وزيراعظم د سي پېك په نوې پړاؤ كښې چينائي سر??ايه كارو ته د ګرين انرجي په منصوبو كښې د سر??ايه كارۍ بلنه وركولو سر?? وئيلي دي پاكستان صنعتي پاركس او ان??سټ??يل زونز جوړولو له چینائي مادل څخه زده كړه كول غواړي۔ وزیراعظم ووئيل په سولر پارکس كښې سر??ايه كاري كولو سر?? به پاکستان انرجی امپورټ بل کم شي او ماحول دوست توان به ترلاسه شي۔ ده ووئيل تر كال 2030 مونږ 65 فیصده د تجديد وړ توان ترلاسه كول غواړؤ۔ ده د كركيلې او د تجديد وړ توان په شمول بېلو څانګو كښې د چینائي سر??ايه كارۍ او پاك چين همكاري خوشبينه وګرځوله۔ ده ووئيل زه به د ارومچی هم دوره كوم۔ ده ووئيل د سنکیانګ او ګلګت بلتستان ترمينځه تجارتي راهداري به لا ښه كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان 64 فیصده آبادي په 30 كاله عمر لرونكو ځوانانو مشتمل ده او په دوئي كښې 29 فيصده هغه دي چې عمرونه يۍ د 15 نه تر 29 كالو دي٬ دوئي به د هنر او ټېكنالوجۍ په كالو سنګارولې شي۔
د پاكستان چين سره د ورورولۍ اړيكې تر ټولو مهم تړون دے٬ د نګران وزيراعظم د چين تهنك ټېنك ته خطاب ٬ د چين سرمايه كارو ته په ګرين انرجي منصوبو كښې د سرمايه كارۍ بلنه
Best Slot Game Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2