اسلام آباد۔8 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سپارښتنه په ډپلومیټک انکلیو كښې د “کاسکیډ” په نامه نوے خدمت مركز جوړ كړے شو چرته به چې ډپلومیټک کمیونټی او بهرني وګړي 12 قسمه خذمات د يو چھت لاندې ترلاسه كولې شي۔ وفاقی وزير محسن نقوي په ډپلومېټک انکلیو كښې د سفارتكارو آسانۍ لپاره د جوړ كړے شوي “کاسکیډ ” خدمت مرکز باقاعدہ پرانسته د جمعې په ورځ وكړه۔ په دې مركز ك??ې به د ډرائیونګ لائسنس اجراء او نوي كولو٬ ،کېرېکټر سرټیفکېټ ، د پولیس تصدیق، د بې دركۍ رپورټ او د کرایه دارو د رجسټرېشن آسانۍ ترلاسه كېدې شي۔ دغسې دې مركز ك??ې به د بهرنيو وګړو د رجسټرې??ن، د كورنو ملازمينو د رجسټری??ن، د رضا کارانو د رجسټرې??ن، د ګاډو د تصديق او د اېف آئی آر كاپۍ ترلاسه كولو په څير خذمات وړاندې كولې شي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د وزیراعظم وېژن له مخې د سفيرانو او بهرنو وګړو آسانيو او حفاظت له ټول مم??نه ګامونه باوري كولې شي۔ ده ووئيل 1500 څخه زيات پوليس او اېف سي اهلكار او 20 پ??لیس ګاډي د ډپلومېټک انکلیو په امنيت مامور دي۔ وفاقي وزير سفارت کارو سره د کاسکیډ خدمت مرکز دوره وكړه۔ ده د خدمت مرکز د مختلف كاؤنټرز معائنه كولو سره د مېشته آسانيو جاج واغست۔ آئي جي اسلام آباد پولیس بهرنو وګړو ته د وركړے كېدونكو آسانيو په اړه بريفنګ وركړو۔ په دستوره كښې ګډون كوؤنكو سفارتكارو او بهرنو وګړو د كاسكيډ خدمت مركز په جوړولو د وفاقي وزير محسن نقوي مننه وكړه
د وفاقي وزير محسن نقوي په سپارښتنه په ډپلومیټک انکلیو كښې د “کاسکیډ” په نامه نوے خدمت مركز جوړ كړے شو ٬ ډپلومیټک کمیونټی ، بهرني وګړي به 12 قسمه خذمات د يو چھت لاندې ترلاسه كولې شي
Flame Mask official entertainment platform
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس