اسلام آباد۔18اپریل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راج?? پروېز اشرف وئيلي دي چې قرآ?? پاك ټول انسانيت لپاره د لارښودنې ذريعه ده او د دې په تعليماتو عمل كولو سره اسلامي نړۍ په پېښو چېلنجونو او ستونزو قابو موندلې شي٬ د قرآن كريم د ځانګړې نسخو نندارتون به زمونږ راتلونكې كول اسلامي اقدارو او رواياتو څخه خبر كړي٬ پاكستان ايران سره خپلو پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په قومي اسمبلي سېکرټرېټ ??ښې د آئین ګولډن جوبلی دستورو په لړ ??ښې د مرکز تحقیقات فارسی ایران و پاکستان او د ایرانی کلچر قونصلیټ په مرسته د قرآ?? پاك ځانګړې نسخو نندارتون په مهال وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د رمضان المبارك ??ه 27 مه روژه دا نندارتون د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د 1973 متفقه آئين په اسلامي او جمهوري اقدارو اډانه او قرآن او سنت سره بشپړه همغږي لري۔ په پاكستان ??ښې د ايران سفير سید محمد علی ووئيل ايرا?? پاكستان سره په شريك اسلامي كلتور او رواياتو اډانه لرونكې په زړه پورې اړيكې لري۔ ده د دې نندارتون په كولو د قومي اسمبلۍ سپيكر راج?? پروېز اشرف مننه وكړه۔ وروستو د ميډيا استازو ته د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې راج?? پروېز اشرف ووئيل د ایران او سعودی عربستان ترمينځه اړيكې سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره مهمې دي۔ ده ووئيل په دې اړيكو ??ښې مثبت پېشرفت اسلامي نړۍ لپاره يو نېك فال دے۔
قرآن پاك ټول انسانيت لپاره د لارښودنې ذريعه ده٬ راجه پروېز اشرف
Wealth Tree APP download link
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ