اسلام آباد۔26اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف حكومت د سروس ډېلېوري سټېټس په ځايې ساتلو سره په خپل اولني کال ??ښې نېشنل ګريډ كښې 3000 مېګاواټه څخه زياته برېښنا شامله کړه۔ وزيراعظم په 11 اپرېل 2022 د منصب سنبالولو څخه وروستو پاكستان د توان په څانګه كښې په خپلو پښو د اودرولو په لاره روانولو له خپله ذمه واري ترسره كولو سره په زړه پورې پېشرفت كړے دے۔ د ترلاسه شمېرو له مخې هغه د تېر يو كال په مهال د برېښنا د پنځه مهمو بجلي ګھرو پرانسته وكړه چې ورسره په ملي ګرډه كښې 3150 مېګاواټ برېښنا شامل كړې شوه۔۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ګرمۍ په موسم كښې په پاكستان كښې د توان ضرورت كښې زياته اضافه كېږي او ?? طلب او ??سد ترمينځه فرق تر زرګونو مېګاواټ سوا كېږي۔ د توان وزارت د شمېرو له مخې تېر كال اګست كښې د برېښنا د رسد 20500 مېګاواټ په مقابله كښې طلب 28 زره مېګاواټه ته رسېدلې وو له دې كبله د ګرمۍ روان موسم په مهال د برېښنا د كمي ستونزو مخنيوي له د كوئلې په څير د توان ځايي وسائلو ته وده و??كو??و پلو پام زيات ګرځولے شوے دے۔ وزیراعظم په تېرو مياشتو كښې د سندھ دورو په مهال په تھرپاركر كښې په كوئله اډانه لرونكو د 1980 مېګاواټ درې پاور پروژو پرانسته وكړه۔ دا پروژوې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) منصوبې لاندې د چين په مرسته بشپړ كړې شوي ??ي۔ په دې منصوبو كښې د تھر انرجی 330 مېګاواټ پاور پلانټ، په مټھی كښې د 330 مېګاواټ تھل نووا پاور پلانټ او په تھر كښې د 1320 مېګاواټ شنګھائی الېکټرک پاور پلانټ شامل دے۔ په كوئلې د چلېدونكې پاور پلانټس څخه به هر كال نزدې 15 ارب يونټ ارزانه برېښنا پېدا كوي۔ حكومت د تھر د 175 بلین ټن کوئلې پنګو څخه استفاده كولو كښې خوښي لري او ?? توان پوهانو له مخې كه دا پنګې په صحيح ډول وكارولې شي نو دا تر راتلونكو 300 كلونو د هېواد د برېښنا ضرورتونو ترسره كولو له كافي كېدې شي۔ د روان كال په مهال وزيراعظم د کراچی نیوکلیئر پاور پلانټ درېم یونټ کے۔ تھری هم پرانسته وكړه كوم به چې 1,100 مېګاواټ برېښنا پېدا كوي۔ د پوهانو وېنا ده چې پاکستان د 60,000 مېګاواټ پن برېښنا صلاحيت لري۔ پن برېښنا پلو وړاندې تللو سره د تېر كال په دسمبر مياشت كښې وزيراعظم د منګلا پاور اسټېشن دوه تجديد شوي يونټو پرانسته وكړه۔ دا يونټس د یو اېس اېډ مالي مرستې سره اپ ګرېډ كړې شول چې ورسره په ټرانسمېشن سسټم كښې د 70 مېګاواټ برېښنا اضافه وشوه۔ د شته شمېرو له مخې د پاکستان د توان كلن درآمدي بل 27 بلین ډالر دے ٬ په اندېښمنه كرنټ اكاؤنټ خساره قابو موندلو له به په سمدستي توګه شمسی، هوا، هائیډل او ?? نیوکلیئر په شمول د توان متبادل ځايې ذريعو ته وده و??كو?? وي۔ د پاكستان توان څانګه دا مهال د تېل او ګاز په درآمداتو زيات انحصار كوي ٬ د دې انحصار كمولو له د وزيراعظم حكومت د صفا توان ځائي ذريعو پلو وړاندې تللو له په زړه پورې اقدامات كړې ??ي۔ تر ټولو وړاندې سعودی فنډ (اېس اېف ډی) په اپرېل كښې د پاكستان مهمند ملټی پرپز ډېم پروجېکټ مرستې له د 240 ملین ډالر قرض لوظنامې لاس ليك كړې وې۔ د روانې مياشتې په مهال د قومی اقتصادی کونسل اېګزېکټو کمېټی (اېکنک) هم د 1.2 ټریلین روپو په لګښت د دیامر بھاشا هائیډرو پاور جنرېشن پراجېکټ منظوری وركړه۔ د شهباز شریف حکومت وړاندې نه د چینی کمپنیو مرسته او ??رمايه كاري ترلاسه كولو سره پاکستان كښې د دې دوه لويو هائیډرو پراجېکټس په جوړولو كښې مصروف دے دغسې چې د ارزانې او ??لپاتې برېښنا د لارې د برېښنا په كمي قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د حكومت اولني کال په مهال 3150 مېګاواټ برېښنا په نېشنل ګريډ كښې شامله کړې شوه٬ د توان په څانګه كښې په خپلو پښو ودرېدو پلو پېشرفت
Wild Bandit APP game website
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil