اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي مونږ د بدلون مخالفت كوؤنكو وړاندې ولاړ يؤ٬ د كرپټ سسټم نه ګټه پورته كوؤنكي د الېكټرانك ووټنګ مشين (اي وي اېم) مخالفت كوي٬ اي وي اېم به د پاكستان مسئلې حل كړي٬ ??ار??ان دوه كلونه حكومت لپاره ډ??ر مهم دي٬ مونږ له به خپل هدفونه ترل??سه كول وي ٬ ټول وزارتونه بايد سخته خواري وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د كاركردګۍ لوظنامو لاسليك كېدو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسین ، د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز او د وزيراعظم خاص مرستيال ارباب شهزاد په شمول نور خصوصي مرستيالان ٬ سلاحكاران ٬ د وفاقي څانګو سېكتران او نور اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په ??ار??انو دوه كلونو كښې د خپل هدفونو ترل??سه كول زيات ضروري دي۔ د دې به مانټيرنګ هم كولې شي۔ ??ار??ان كال مونږ لپاره ډ??ر مهم دے۔ هغه ووئيل زه 10 كاله د كركټ لوبډلې كپتان پاتے شوے يم۔ د لوبغاړو تلل راتلل مې ليدلي دي۔ ټول عمري هغه ډله كاميابه وي كومه چې هر وخت خپل جاج اخلي۔ وزيراعظم ووئيل تعليم هم مونږ ته د خپلو صلاحيتونو جاج اخستل ښائي۔ وزیرعظم په وزارتونو زور راوړو چې هغوي دې خپل ټاكلي هدفونه ترل??سه كړي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په اولني كال كښې سختو ستونزو سره مخ پاتے شو٬ دا تر ټولو سخت وخت ؤ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د هغه ټولو مافياز په ضد ولاړ يؤ كوم چې د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي۔ هغه ووئيل پخوا په هر يو الېكشن د ټګۍ تور لګېدلے او ټاكنې متنازعه شوي۔ الېكټرانك ووټنګ مشين سره به د ټګۍ تورونه ختم شي۔ د كرپټ نظام نه چې څوك ګټه بورته كوي هغوي په هېو??د كښې بدلون نه غواړي۔ دا د حكومت تر ټولو لويې دښمنان دي۔ هغه ووئيل وروستي دوه كاله زمونږ لپاره ډېر اهم دي۔ مونږ په اقتصادي ستونزو قابو موندلې او د كورونا وائرس وبا په صورتحال كښې مو سختې پرېكړې وكړې۔ د خپل اولس ژوند او معيشت مو بچ كړو۔ مونږ د ډېر سخت وخت نه وتلو سره دلته رارسېدلې يؤ نو ځكه مونږ له به سخته خواري كول وي دغسې چې خپل هدفونه ترل??سه كړؤ۔ وزيراعظم ووئيل د اسمبلۍ ټول غړي پرمختيائي فنډز غواړي ٬ مونږ به د پرمختيائي فنډز په بنياد نه بلكې د حكومتي كاركردګۍ په بنياد ??ار??انو ټاكنو كښې كاميابي ترل??سه كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل اصل جنګ په پنجاب كښې دے۔ هغه ووئيل اولس به دا وويني چې 5 كاله پس مونږ كومه بهتري رامخې ته كړې او كومې نتيجې مرتب شوې۔ هغه ووئيل مونږ له به د خپلو هدفونو ترل??سه كولو پلو پام ګرځول وي۔ وزیراعظم خصوصي مرستيال ارباب شهزاد ته د كاركردګۍ جاج اختسلو په نظام مباركي وركړه
مونږ د بدلون مخالفت كوؤنكو وړاندې ولاړ يؤ٬ د كرپټ سسټم نه ګټه پورته كوؤنكي د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي٬ د وزيراعظم عمران خان وزارتونو سره د كاركردګۍ په لوظنامو د لاسليك دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil