اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي زمونږ حكومت د ه??واد د تاريخ تر ټولې لنډې مودې ??تحادي حكومت ٶ كوم چې په 16 مياشتو كښې هېواد ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو لپاره بشپړه هڅې وكړې ٬ حکومت او اتحادي ګوندونو د سياست په ځائ رياست بچ كولو ته ترجيح وركړې٬ د مئي په 9مه نيټه د ه??واد او پوځ په ضد بدترين سازش شوې٬ د اېس آئي اېف سي منصوبه پاكستان لپاره بهترين مېكنزم وركوي، وفاق، صوبې او ادارې به په ګډه مخ په وړاندې ځي٬ د كرېډټ د چكر نه به ووځو نو هېواد به ترقي كوي٬ د قامي اتحاد نه غېر هېواد نشي چلېدې۔ د دې ??يالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي کابينې الوداعي غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ و??يراعظم ووئيل د اپرېل په 11مه نيټه كال 2022 كښې قامي اسمبلۍ په مونږ باور وكړو چې په نتيجه كښې ئې يو اتحادي حكومت جوړ شو٬ په شپاړس مياشتو كښې مونږ تر ډېر حده هڅه كړې چې معاشي وض??ه بهتر شي او د اولس خدمت په ديانتدارۍ سره وكړې شي٬ د خپل حكومت په موده ترسره كولو د لوي څښتن مننه كوٶ، وزيراعظم ووئيل چې كله مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد بدترين سېلاب سره مخ شو د سېلاب په مهال په زبردست هلو ځلو اېن ډي اېم اے او پاك پوځ او د وخت قيادت ته هم په بشپړه هلو ځلو پېرزوئنې وړاندې كوم۔ و??يراعظم د شازيه مري د خدماتو هم ستائنه وكړه چا چې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره خواري كړې۔ په دې موقع وزيراعظم د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، شيري رحمن او حنا رباني کھر او د خارجه زارت د چارواكو د خدماتو هم ستائنه وكړه چا چې په نړيواله كچه سېلاب ځپليو لپاره غږ پورته كړو۔ و??يراعظم د وفاقي وزيرانو احسن اقبال، سردار اياز صادق او د كابينې د نورو غړو د هلو ځلو هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې زمونږ كابينه د څلورو واړو صوبو يوه ښائسته ګلدسته وه٬ د ټولو ستونزو٬ چېلنجونو او د خپل خپل منشور او سوچ سره مو 16 مياشت يو موټې كېدو سره پاكستان بچ كولو لپاره كار كړې او رياست مو بچ كړې تاريخ به دا كردار تل ياد ساتي۔ و??يراعظم ووئيل چې مونږ د خپل سياست سوچ نه دې كړې٬ د خپل سياست قربانۍ وركولو سره مونږ د قامي مفاداتو آبياري كړې٬ په دې ??وچ زه د خپل قائد محمد نواز شريف، آصف علي زرداري او د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن، بلاول بھټو زرداري، د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت حسېن، د اېم کيو اېم مشر ډاکټر خالد مقبول صديقي، د عوامي نيشنل پارټۍ مشرانو په خاص توګه د اېمل ولي خان، ډاکټر خالد مګسي، سردار اختر جان مينګل، محمود خان اچکزئي، اسلم بھوتاني، علي نواز شاه، آفتاب احمد خان شيرپاٶ، علامه ساجد مير، شاه زين بګټي، ډاکټر عبدالمالک بلوچ پشمول د حكومت د ټولو اتحادي مشرانو او اكابيرنو مننه كول غواړم چا چې په هر قدم زما معاونت كړې٬ مشورے ئې راكړې٬ لارښودنه ئې كړې او د زړه د خلاصه او په نېك نيتۍ سره ئې مثبت تنقيد هم كړې۔ و??يراعظم ووئيل زمونږ حكومت ختمېدو سره به لنډمهاله حكومت جوړېږي او ټولټاكنې به كېږي او د ھغې په نتيجه كښې چې كوم حكومت جوړ شي مونږ به په ګډه د دې هېواد خدمت لپاره شپه او ورځ محنت كوٶ۔ و??يراعظم ووئيل چې آئي اېم اېف سره د لوظنامې پحقله بلها ستونزې رامخې ته وې مونږ ډېره خواري وكړه او همت مو د لاسه ورنه ??ړو?? كه د لوي څښتن مرسته شامل نه وه نو مونږ كاميابېدې نشو٬ وزيراعظم د خزانې وزير اسحاق ډار، د ھغه د ډلې او د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ته هم په دې لړ كښې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ و??يراعظم د مئي 9مې نيټې پېښه د پاكستان د تاريك لويه پېښه ګرځولو سره ووئيل چې دا د رياست او پاكستان په ضد بدترين سازش ٶ، دا د پاكستان پوځ او سرلښكر په ضد سازش ٶ٬ پخواني وزيراعظم عمران نيازي يو ټولګې تيار كړې ٶ٬ دا د پاكستان د تباه كولو سازش ٶ٬ كه دغه سازش كامياب شوې وې نو د پاكستان چې به كوم حشر كېدو د ھغې تصوير كشي نشو كولې٬ لوي څښتن مونږ د دې ??ازش نه وساتلو۔ و??يراعظم ووئيل چې تاريخ به ياد ساتي چې څنګه بېلا بېلو سياسي ګوندونو په ګډه په مسئلو قابو موندلې ۔ و??يراعظم محمد شهباز شريف ووئيل په اېس آئي اېف سي كښې د وفاق، څلورو واړو صوبې او ادارو سره سره سرلښكر جنرال عاصم منير شامل دې٬ مونږ په ګډه دا وژن جوړ كړې٬ دوست هېوادونو سره به په ګډه به د سرمايه كارۍ د لارې او استحكام پېدا كولو سره مخ په وړاندې ??ږ كوٶ٬ زه هيله لرم چې راتلونكې حكومتونه به هم دا وژن مخ په وړاندې ??وځي۔ و??يراعظم د 16 مياشتو په مهال په معاونت كولو د ټولو اعلې سركاري چارواكو٬ صوبائي حكومتونو٬ ذمه وارو٬ د وفاقي او صوبائي وزارتونو هم مننه وكړ
اتحادي حكومت په 16 مياشتو كښې هېواد ته په پيښو چېلنجونو قابو موندلو لپاره بشپړه هڅې وكړې، د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې الوداعي غونډې ته وېنا
Wilde Cats and Inca Adventures Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا