اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ” د اسلامو ف??بي?? مخنيوي اقداماتو” سرخط سره د قرارداد په لوي اكثريت د منظورۍ هركلې كړې دې۔ د خارجه دفتر لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې پاكستان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ” د اسلامو ف??بي?? مخنيوي اقداماتو” سرخط سره په لويې اكثريت د قرارداد د منظورۍ هركلې كوي۔ دا قرارداد د او آئي سي لخوا د عمومي اسمبلۍ د قرارداد 76/254 پېروۍ په توګه وړاندې كړې شوې وو په كوم كښې چې 15 مارچ د اسلامو ف??بي?? د مقابلې نړيوالې ورځې په توګه مقرر كړے شوے وو۔ عمومي اسمبلۍ د مسلمانانو په ضد د امتیازی سلوک، عداوت یا تشدد له د راپارولو پیښو غندنه كړې ده كوم چې د قرآن كريم د بې حرمتۍ ٬ په جوماتونو او نورو مقدس ځايونو او مزارونو د ب??يدونو د مذهبي عدم برداشت نورو كارروائيو ٬ كركې او تشدد پېښو سبب ګرځي۔ عمومي اسمبلۍ په غړو هېوادونو زور راوړو چې هغوي دې د مذهبی عدم روادارۍ، منفی دقیانوسی سوچ، كركې او د مسلمانانو په ضد د تشدد مخنيوي له قانون سازي او پالېسي اقدامات وكړي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د اسلامو ف??بي?? مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د خصوصي استازي د تعيناتۍ غوښتنې هركلې كوي۔ دا تاريخي تقرري به د خپل نوعيت اولنۍ تقرري وي كوم ېبه چې په خاص توګه د اسلامو ف??بي?? د لعنت مقابلې لپاره وقف وي۔ دا قرارداد په يو داسې نازك وخت كښې منظور كړې شو كله چې په نړۍ كښې اسلاموف??بي?? مخ په زياتېدو ده چې عكاسي يۍ په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد د امتيازي سلوك او پاروؤنكو پېښو د لارې كيږي۔
د پاكستان په عمومي اسمبلۍ كښې ” د اسلامو فوبيا مخنيوي اقداماتو” سرخط سره د قرارداد منظوريدو هركلې
Masters of Olympus Official Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری