اسلام آباد۔9مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د غوره س??اؤ?? باوري كولو او د سياسي وېش او كركې ختمولو له د اجتماعي هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي 9 مئی به د پاكستان په تاريخ كښې د يوې تورې ورځې په توګه ياد ساتلے شي۔ ځوانان د رياستي ??دارو په ضد د راپارولو په ځاے به د دوئي صلاحيتونه د هېواد ګټې له كارول وي٬ ټول سياسي ګوندونه دې زغم او جمهوري اقدارو ته وده وركولو لپاره كار ??كړ??۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل په 9 مئی په سياسي توګه راپارولے شوو سرکاري املاک او پوځي تنصيبات ته زيان ورسولو۔ صدر د 9 مئي د تشدد پیښو غندنه كولو سره ووئيل دغې پېښو سره د هېواد تاثر زيات وځپلے شو٬ دغې پیښو څخه يواځې هېواد دښمنه عناصرو خپل هدفونه سر كړل٬ دغه بريدونه د رياستي ??ملدارۍ ٬ د قانون حكمرانۍ او د ادارې كمزورې كولو هڅه وه۔ صدر مملکت آصف علي زرداری ووئيل سولئيز لاريونونه او تع??يري تنقيد د جمهوريت روح دے٬ د پاكستان په آئين كښې د اجتماع او د رائے څرګندولو بنيادي حقونه وركړے شوي٬ بنيادي حقونه دې د آئين او قانون له مخې وكارولې شي۔ ده ووئيل د بنيادي حقونو په ناسمه توګه كارولو سره تشدد لپاره د راپارولو كومه هڅه به كله هم ونه زغملې شي۔ صدر مملكت د پاكستان په وسله والو ځواكونو او د هغې په ادارو د وياړ لرلو سره ووئيل پاكستاني وسله وال ځواكونه بېلو خطرو څخه د قام په دفاع كولو كښې تر ټولو وړاندې دي۔ د 9 مئی تشدد پیښو ذمه واران دې قانون سره مخ كړے شي۔ ده ووئيل پاكستان وړاندې څخه يو شمېر چېنلجونو سره مخ دے٬ د سياسي قوتونو غېر ذمه واره عمل پرمختګ زيانمند كړے۔ ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه دې خبرو او د قام په سم لوري روانولو له كار ??كړ??٬ سياسي ګوندونه دې پارلیمان، میډیا او سول سوسائټی دې جمهوریت مضبوط كړي٬ د قانون حكمرانۍ ٬ زغم ٬ سياسي مكالمې او د شموليت كلتور ته دې وده وركړې شي ۔ صدر د رياستي ??دارو په ضد په سوشل ميډيا په بدنيتي ??ډانه كمپائن د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل ځوانان د رياستي ??دارو په ضد د راپارولو په ځاے به د دوي صلاحيتونه د هېواد ګټې له كارول وي٬ ټول سياسي ګوندونه دې زغم او جمهوري اقدارو ته وده وركولو لپاره كار ??كړ??
د مئي په 9 به د پاكستان په تاريخ كښې د تورې ورځې په توګله ياد ساتلے شي٬ ټولو سياسي ګوندونو له به زغم او جمهوري اقدارو ته وده وركولو له كار كول وي٬ صدر آصف علي زرداري
Plush Crazy Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر