کراچۍ۔ 10 اګست (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي چې په فوډ اے جي اېكسپو 2024 كښې 75 هيوادونو څخه د سوؤنو په شمير پلاويو او كمپنيو ګډون د نړيوالې نړۍ په پاكستان د باور څرګندونه ده٬ په نندارتون كښې د پاكستان لخوا هم د 350 كمپنيو نمائندګي ده٬ د هېواد د وړو ښارونو كركيلې سره د اړوند وګړو او په خاص توګه بلوچستان څخه د مېرمنو ګډون د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېکسپوسېنټر كښې شوې د فوډ اے جی اېکسپو 2024 د دويمې ورځې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په اېكسپو كښې ګډون كوؤنكو كښې اروپائي ائتلاف ،افریقائي هېوادونه ٬ چین ، ملایشیاء ، انډونیشیاء او د وېت نام په شمول نور هېوادونه شامل دي۔ ده ووئيل د پرانستې په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف سره د تركيه وزير هم موجود وو۔ وفاقی وزیر ووئيل يوازې يوې منطقې څخه نه بلكې 75 هېوادونو څخه 800 پلاوي راغلې دي٬ په دې كښې كمپنۍ ٬ مالكان او كاروباري شخصيات هم شامل دي۔ وفاقي وزير ووئيل اېكسپو سره به كركيله لا ښه شي٬ د كركيلې څانګې اېكسپورټ به زيات شي ٬ د دې مثبت اغېز به په كرونده ګرو هم وشي۔ ده ووئيل په فوډ او كركيله كښې زياتې موقعې موجود دي او د هېواد د نورو څ??نګ?? لويې ګروپس هم دې څانګې پلو راتلل غواړي چې ورسره به كرونده ګرو ته ګټه ورسي او دې څانګې سره تړلې اېکسپورټس به هم زيات شي۔ ده ووئيل د انرجي ډھانچه هم سمول غواړؤ، د بزنس کمیونټی مسئلې حل كول غواړؤ دغسې اېف بي آر كښې اصلاحات هم زمونږ په ايجنډا كښې شامل دي۔ د وريژو د اېكسپورټ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هند ګېپ څخه ګټه پورته كولو هم كاميابي ده خو دې خلاﺀ څخه وړاندې هم پاكستاني سوداګر په نړيوال ماركيټ ك??ې موجود وو۔ ده ووئيل حكومت كاروبار آس??نو??و لپاره ګامونه پورته كوي دغسې چې په هره يوه څ??نګ?? كښې كاروباري خلقو ته پې??ې مسئلې حل كړې شي
په فوډ اے جي ايكسپو 2024 كښې 75 هيوادونو څخه د سوؤنو په شمير پلاويو او كمپنيو ګډون په پاكستان د باور څرګندونه ده: وفاقي وزير جام كمال
Mahjong Road Reputable Betting Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی