لاهور ۔12 نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګلبرګ كښې د مسلم ليګ (ق) لارښود چوهدري شجاعت حسېن ??ره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ صوبائي وزير شافع حسېن هم په دې موقعه موجود ؤ۔ چوهدری شجاعت حسېن ?? كوئټه رېلوے سټيشن چاودنې سخته غندنه كول?? سره د شهيد شويو كسانو كورني?? سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ چوهدری شجاعت حسېن ?? وفاقی حکومت لخوا جوړېدونكي ټولو سړكونه د شهيدانو نامې ته د منسوب كولو غوښتنه وكړه۔ وفاقی وزیر د چوهدری شجاعت حسېن ??وښتنې سره اتفاق كول?? سره په اسلام آباد كښې جوړېدونكي نوې سړكونو د شهيدانو نامو ته د منسوب كولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل د نورو صوبو اعلی وزيران?? سره به هم په دې لړ كښې خبره كولې شي۔ چوهدري شجاعت حسېن ووئيل دې سره به د شهيدانو نامې يادې پاتې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نظير په نړۍ كښې نه موندلې كيږي۔ داخله وزير ووئيل د پاكستان د شهيدانو د عظيمو قربانيو پور ادا كېدے نه شي٬ مونږ د هغوي كورني?? سره يو برابر ولاړ يؤ۔ چوهدری شجاعت حسین او چوهدری شافع حسین د آسټرېليا په ضد 22 كاله پس د ون ډے سيريز په ګټلو محسن نقوي ته مباركي وركول?? سره ووئيل ستا خوارۍ او د لوبغاړو كاركردګۍ په دې بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ چوهدری شجاعت حسین هيله ولرله چې په آئی سی سی چېمپیئنز ټرافی ټورنامنټ كښې به هم پاكستاني لوبغاړي ددې ډول كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔
د داخله وزير محسن نقوي چوهدري شجاعت حسين سره ملاقات
Flame Mask Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado