پېښور 10 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي برېسټ كېنسر يو مرګونې رنځ دے د دې په ضد جنګ ګتلو لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ په خېبر ميډيكل كالج (كے اې?? سي) ??ښې د برېسټ كېنسر په ضد د شعور بېدارولو سېمينار ??ښې د خاص مېلمنې په توګه د خ??رو په مهال كړې۔ دې ووئيل په ابتدائي پړاو ??ښې تشخيص او درملنه چې وكړې شي نو د 90 فيصده نه زيات رنځوران ښه كېدې شي۔ دې ووئيل هر كال نزدې 90 نه تر يو لك مېرمنو ??ښې د برېسټ كېنسر تشخيص كېږي او 50 فيصده د رنځ په تشخيص او درملنه ??ښې د تاحير په سبب مري۔ دې ووئيل ګرد هېواد ??ښې په دې لړ ??ښې د شعور بېدارولو سېمينارز او وركشپاس په سبب سكرېننګ لپاره په روغتونون ??ښې د مېرمنو او انجونو شمېره زياته شوې ۔ دې ووئيل د بلوچستان لرې پرتو سيمو او د سوئيلي وزيرستان په وانا سيمه ??ښې د شعور بېدارولو سېشنز او وركشاپس شوي كوم چې درست سمت پلو يو مثبت ګام دے۔ بيګم ثمينه علوي په خيبر ټيچنګ هسپتال ??ښې د داخلو رنځورانو د تشخيص، درملنې او فالو اپ ټيسټ لپاره د “ون سټاپ كلينك” ستائنه كولو سره ووئيل دا د روغتون د ستائنې وړ قدم دے كوم څخه چې يو شمېر خلق مستفيد كېږي۔ دې ووئيل د برېسټ كېنسر په ضد جنګ ګټلو لپاره د ډاكټرز او كورنۍ مرسته ضروري ده۔ په د?? موقع بيګم ثمينه علوي مېرمنو او انجونو له مشوره وركړه چې خپله د معائنې عادت خپل كړې او او د هر ډول غېر معمولي بدلون په صورت پوهه ډاكټرې سره رابطه وكړې۔ په د?? موقع نورو ګډون كوٶنكو ډاكټرانو هم په دې لړ ??ښې تفصيلي خبرې وكړې
د برېسټ كېنسر په ضد جنګ ګټلو لپاره اجتماعي هلو ځلو ته اړتيا ده بېګم ثمينه عارف علوي
Qianche APP download
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب