لاهور۔26مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مريم اونګزېب وئيلي دي د عمران خان مسئله سياسي نه ٬ نفسياتي ده ٬ هغه الېكشن نه سلېكشن غواړي٬ د سائیفر، لانګ مارچ، جېل بچو، الېکشن کمېشن، زمان پارک، په عدالتونو بريدونه او دړكې ٬ دا ټولې تماشې ختمې شوې٬ لاهور تېره ورځ پي ټي آئي مسترد كړه۔ د هائي ګراؤنډ عكسونه يو بل ??ره يو ځايې كړې شول ٬ د عكسونو يو بل ??ره په لګولو لګولو مينار پاكستان غېب شو٬ د بې نظير ا??كم سپورټ پروګرام نامه بدلولو ??ره يۍ دا احساس پروګرام او د نواز شريف صحت كارډ يۍ انصاف كارډ جوړ كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د اتوار په ورځ په ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب او ميډيا ??ره خبرو كښې وكړه۔ مريم نواز ووئيل عمران خان په 10 نكاتي ايجنډا كښې وئيلي چې په هېواد كښې به ګورننس سم كړم ٬ بيا وائي معيشت به سم كړم٬ كه معيشت سمول وو نو په خېبر پښتونخوا كښې دې په 10 كاله كښې ولې سم نه كړو۔ دې وائي د هېواد قانون بايد سم شي٬ طاقتور ا?? غريب لپاره به يو قانون هغه وي چې كله ته زندان ته لاړ شے۔ وفاقی وزیرې ووئيل دې وائي په 10 نكاتي ايجنډا كښې به هاؤسنګ سكيم لپاره قرضې وركوؤ ٬ هغه چې د 50 لكه كورونو جوړولو وعده دې كړې وه٬ په څلور كاله كښې دې يو كروړ كسان بې روزګاره كړل۔ دې وائي په مني لانډرنګ به قابو ومومو ٬ د فارن فنډنګ بايد ځواب وركړي۔ د لاهور ا??لس عمران خان مسترد كړے دے۔ دې ووئيل دا سړے چې كله يوې وړې جلسې ته ځي بلټ پروف جېكټ اچوي ٬ په بلټ پروف ګاډي كښې ځي او د بلټ پروف كنټېنر شاته تقرير كوي دا هغه سړے دے كوم به چې وئيل د يرې بتان مات كړۍ ٬ عمران خان د پارليمنټ او آئين ماتولو ټولو چالونه وچلول٬ بيا يۍ د نړيوال سازش بيانيه جوړه كړه۔ او دغه نړيوال سازش چيف آف آرمي سټاف جنرال قمر جاوېد باجوه او بيا تر شهباز شريف ورسېد۔ بيا لږ ساعت له جنرال باجوه ته پام وګرځولو او ده ته د لائف ټائم اېكسټېنشن آفر وكړے شو ، دې څخه وروستو سائفر راغلو ٬ كاغذ يۍ ورپولو چې دا د هېواد په ضد نړيوال سازش دے۔ دې ووئيل د عمران خان ټولې مسئلې نفسياتي دي۔ دې ووئيل كه عمران خان په هېواد كښې آئين او قانون غواړي نو بيا هغه اسمبلۍ ولې ماتې كړی ٬ كله چې هغه ته معلومه شوه چې د هغه په ضد تحريك اعتماد كاميابېږي نو قومي اسمبلۍ يۍ ماته كړه٬ په سپيكر ا?? ډپټي سپيكر يۍ آئين شكني وكړه ٬ دې ووئيل د عمران مسئله سياسي نه بلكې نفسياتي ده۔ دې ووئيل عمران خان لس نكاتي ايجنډا وړاندې كړه د كوم لاندې چې هغه هېواد سمول غواړي۔ هغه هېواد څنګه سموي كله چې هغه څلور كاله په وفاق كښې او 10 كاله په كے پي كے كښې حكومت وكړو ٬ د هېود ګورننس يۍ فرح ګوګي او پيرني ته وسپارلو۔ دې ووئيل عمران خان د هېواد معيشت ته نه پوره كېدونكې زيان ورسولو٬ د هېواد قرضه يۍ 25 زره ارب څخه 44 زره اربه ته ورسوله۔ دې ووئيل عمران خان ته هغه وخت د هېومين ??ائ??س خلاف ورزۍ يادې نه وې كله چې يۍ د نورو خوېندې او لونړا په راكښلو زندانونو كښې اچولې۔ چا چې طيبه ګل په وزيراعظم هاؤس كښې ايساره كړه او د نېب چيئرمېن ته وېډيو ښودلو ??ره يۍ په مخالفينو د دروغو مقدمې جوړ كړې او دوئي به يۍ په مياشتو مياشتو زندانونو كښې ساتل۔ ده به د پلار په وړاندې لور ته زولنۍ اچولې او اوس ورته د هيومن ??ائ??س خلاف ورزۍ يادې شوې ٬ په پوليس سر ماتوونكے ٬ په دوئي د پټرول بم د لارې بريد كوؤنكے ترهګري كوؤنكے د هيومن ??ائ??س خبرې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل نواز شریف ??ره فواد حسن فواد او شهباز شريف ??ره احد چيمه په زندان كښې اچولو ??ره بیورو کرېټس ته پېغام وركړے شو او په څلور كاله كښې تا بېورو كرېټس ??ره څه وكړل د هغې زيان اولس پورته كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښی دې ووئيل وزيراعظم شهباز شریف صدر عارف علوي ته خط ليكلې چې هغه خپل آئيني منصب پسې خندا كوي۔ د هيومن ??ائ??س خلاف ورزي صدر ته هغه مهال ولې ياده نه شوه كله چې شهباز شريف د دروغو په مقدمو كښې دوه وارې زندان كښې واچولې شو۔ كله چې د مسلم ليګ په ټوله مشرتابه د دروغو مقدمې جوړې كړې شوې او دوي زندان كښې واچولې شؤ٬ كله چې په رانا ثناﺀ الله د هيروئن د دروغو مقدمه جوړه كرې شوه۔ دغه مهال صدر ته خلاف ورزۍ ولې يادې نه شوې۔ عرفان صديقي د خپلو كور څخه ګرفتار كړے شو۔ مطیع اللہ او شکیل الرحمان ځكه زندان كښې واچولې شؤ چې ميډيا ته دا پېغام وركړي چې خله مو بنده ساتۍ ، ابصار عالم په ګولو وويشتلې شو٬ دغه مهال بشري حقونه چرته وو۔ دې ووئيل صدر مملكت بايد د خپل منصب خيال وساتي٬ د خپلې كرسۍ او منصب احترام وكړي دا د صدر پاكستان منصب دے د تحريك انصاف نه دې فرق ??خه ځان خبر كړه۔
د عمران خان مسئله سياسي نه ٬ نفسياتي ده ٬ هغه اليكشن نه سليكشن غواړي٬ مريم اورنګزېب
Bahu Qiuxiang APP game platform
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا