مظفرآباد۔27ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د بشري حقونو خاص مرستيالې مشعال حسېن ملكي وئيلي دي چې د نړۍ دوه سترو جنګونو نه علاوه په يو شمېر پوځي شخړو كښې مېرمنو او ماشومانو داسې ناروا سلوك نه دے شوے كوم چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا تش لاسې كشميري وګړو ??ره روان دے٬ كشمير د نړۍ يوازينۍ سيمه ده چرته چې په مېرمنو ٬ ماشومانو او تر دې چې په سړو جنسي تشدد د جنګي وسلې په توګه كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د آزادجموں ??کشمیر پوهنتون ترسېوري لاندې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو له مينځه وړل كېدل او د نړيوالې ورورولۍ ذمه وارۍ په سرخط سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ خاص مرستيال خپل خاوند یاسین ملک ??ره روان ناوړه سلوك ذكر كولو ??ره ووئيل د مودي حكومت د ټاكنو ګټلو او د انتها خوښو هندوانو ملاتړ ترلاسه كولو له د ياسين ملك عدالت قتل كولې شي۔ دې ووئيل اوس خو صورتحال دې حد ته رسېدلے دے چې د هند فاشزم ??ره د رايې اختلاف لرونكي هندوستاني د نړۍ په كوم هم هېواد كښې محفوظ پاتے كېدے نه شي او ددې مث??ل په كاناډا كښې د خالصتان تحريك د لارښود هرپیت سنګھ نجار د هندي ايجنټانو په لاس وژل دي۔
د مودي سركار فاشزم سره د رايې اختلاف لرونكې هندوستانې وګړې د نړۍ په كوم هم هيواد كښې محفوظ نه دے ٬ د وزيراعظم خاص مرستياله مشعال حسېن ملك
PT online entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت