اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف په هر فورم د كشميريانو د سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاټر روان ساتلو د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي کشمیر د ملګرو ملتونو او د نيمې وچې د وېش نامكمله اېجنډا ??ه ٬ پاکستان د خبرو اترو د لارې د کشمیر كشاله په سول?? د ??وارولو پوخ عزم لري۔ ده دا خبرې آزاد كشمير لپار?? د ??س??م ليګ﴿ن﴾ د اولس مشرې كانديد مسعود خان سره د ګل په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړې۔ وزيراعظم په بېلا بېلو چو??و او په خاص توګه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د دائمي استازي په حېث د مسعود خان كردار وستائيلو۔ وزيراعظم په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هند د رياستي جبر او استبداد بيا غندنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د مقبوضه كشمير اولس د خپلواكې حق لپاره هڅې وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي۔ مسعود خان د ازاد كشمير د اولس مشر چوكۍ لپاره د ګوند لخوا په نومولو د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئيل چې هغه به د ازاد كشمير د اولس خېر ښېګړې لپاره كار كوي او د مقبوضه كشمير د ازادې هڅې په ډاګه كولو كښې به مرسته كوي۔(م ع/ګ ل/1920)
کشمیر د ملګرو ملتونو او د نيمې وچې د وېش نامكمله اېجنډا ده۔محمد نواز شریف
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش