لاهور۔ 14جنوری(اے پی پی)د پنجاب په تاريخ كښې په اولني ځل د ډويژن ٬ ډسټركټ او تحصيل په كچه د جوړ كړ ې شويو پرېس كلبونو ترمينځه د 9 کروړه 45 لکه روپو ګر??نټ ووېشلے شو۔ په دې لړ كښې د ا??وار په ورځ د پرېس كلبونو ترمينځه د سپېشل ګر??نټ چېكونو وېشلو دستوره وشوه په كومه كښې چې نګران وزیراعلیٰ محسن نقوی، د ا??لاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی او د ا??لاعاتو صوبائي وزير عامر میر په شمول د پرېس كلبونو عهدېدارانو او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وزیراعلیٰ محسن نقوی ووئيل د پروفېشنل جرنلسټس خېر ښېګړه د حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئيل د يو صحافي په حېث زمونږ زياتې ذمه وارۍ دي۔ ده ووئيل خبريالان ذمه وارۍ سره خپل فرض ترسره كوي٬ مونږ غواړؤ چې د صحافت معيار لوړ وي۔ ده ووئيل خبريالانو ته د عصري تقاضو له مخې تربيه وركول ضروري دي۔ وزیراعلیٰ د پرېس کلبونو د آمدن ذريعو كښې د ا??افې په حاجت زور راوړلو سره ووئيل چې هغوي بايد داسې اقدامات وكړي چې ورسره د دوئي په ريونيو كښې اضافه وشي۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې د ا??لاعاتو وفاقي وزير مرتضی سولنګي ووئيل پرېس کلب د صحافت د آزادۍ ستن ده٬ خبريال د ټولنې مهمه برخه ده۔ ده ووئيل د پنجاب اعلی وزير پرېس كلبونو لپاره د 9 کروړه 45 لکه روپو ګر??نټ منظور كړو په دې د پاكستان حكومت او د ا??لاعاتو وزارت د ده مننه كوي۔ ده ووئيل د پنجاب اعلی وزير تل د اولسي ضرورتونو خيال ساتلے دے۔ دستورې ته د پنجاب د ا??لاعاتو صوبائي وزير عامر مير خپل خطاب كښې ووئيل د پنجاب په تاريخ كښې په اولني ځل د ډويژن ٬ ډسټركټ او تحصيل په كچه جوړ كړ ې شويو پرېس كلبونو ته سپېشل ګر??نټ وركړے شو۔ ده ووئيل زمونږ مقصد د صحافت مشن مخ په وړاندې بوتلل دي۔ دې څخه وړاندې د پنجاب اعلی وزير محسن نقوی، وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی او صوبائی وزیر عامر میر پرېس کلبوں ته د سپېشل ګر??نټ چېكونه وركړل۔
د پنجاب حكومت يو بل مثبت اقدام ٬ پريس كلبونو ته سپيشل ګرانټ وركړے شو، د خبريالانو خير ښيګړه زمونږ زمه واري ده٬ د وزيراعلی محسن نقوي او د اطلاعاتو وفاقي وزير مرتضی سولنګي دستورې ته خطاب
The Legend of Perseus official entertainment link
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی