اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي و??ير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وړوكي اختر په موقعه د برېښنا په بيعو كښې كمې اولس لپاره د حكومت لخوا خصوصي ډالۍ ده۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وفاقي و??ير ووئيل وزیراعظم شهباز شریف ټول پام په ګران?? كښې د كمي پلو ګرځولے دے۔ ده ووئيل د اپرېل په مياشت ك??ې د تېرې مياشتې په مقابله كښې 3 روپۍ 82 پې??ې كمې شوې دې۔ ده ووئيل په درې مياشتنيز اېډجسټمنټ كښې انحصار د ډالر په بيعه وي۔ د ډالر په مقابله كښې د روپۍ د قدر مستحكم كېدو له امله د برېښنا بيعه كښې كمې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ د پاك پروردګار په فضل سره هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كړو ٬ نن اېكسچېنج رېټ او روپۍ مستحكم كېدو پلو روانه دے۔ ده ووئيل كه حالات دا ډول ښه پلو روان پاتې شول نو د برېښنا بيعه كښې به نور كمې هم وكړې شي۔ ده ووئيل نړيوالې مالياتي و??ځپاڼې هم دا وائي چې په ګران?? كښې كمې روان دے۔ ده ووئيل بلومبرګ هم وئيلي چې دوه فيصد ګراني كمه شوې ده بلكې پېشګوئي يۍ كړې ده چې راروان كال كښې به ګراني لا كمه شي۔ وفاقي و??ير ووئيل حكومت د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد ګامونه پورته كوي۔ د دوئي په ضد به كرېك ډاؤن كولې شي۔ ده ووئيل حكومت اولس ته ريليف وركولو له غوره حل رامخې ته كوي۔
د وړوكي اختر په موقعه د برېښنا په بيعو كښې كمې اولس لپاره د حكومت لخوا خصوصي ډالۍ ده ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ نجي ټي وي چينل سره خبرې
Speed Winner Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج