اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) پاکستان په منځني ختيز كښې په روان پېش رفت د ژورې اندېښنې څرګندونه كړې ده او په سيمه كښې د زياتېدونكي كړكېچ مخنيوي او په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره يۍ د نړيوالو هڅو په حاجت زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ په خپل بيان كښې وئيلي چې پاكستان په منځي ختيز كښې په روان پېشرفت ژورې اندېښنې ??ره نظر ساتي۔ پاكستان په منطقه كښې څو مياشتو څخه د روانې كړكېچنې وضعې مخنيوي او په غزه كښې جنګ بندۍ له د نړيوالو هڅو په حاجت زور راوړے دے۔ د اپرېل په 2 مه نېټه پاكستان په سوريه كښې په ايراني قونصلګرۍ بريد څخه وروستو وړاندې څخه غېر مستحكم سيمه كښې د يو لويې تاؤ تريخوالي خطرې په اړه خبردارې وركړې وو۔ دې ووئيل دا ننې پېش رفت په سفارتكارۍ كښې د تعطل نتيجې څرګندوي٬ دا په ??غه صورتونو كښ?? سنګين مضمرات هم په ډاګه كوي په كومو كښې چې د ملګرو ملتون?? سلامتي كونسل د نړيوال امن ا?? سلامتيا په ځايې ساتلو له د خپلو ذمه وارو په تر??ره كولو كښې قاصر پاتے شوے دے۔ دې ووئيل اوس صورتحال مستحكم كولو او امن په ځايې كولو ته اړتيا ده۔ مونږ فريقېن څخه غوښتنه كوؤ چې هغوي زغم او تحمل څخه كار واخلي او د تاؤ تريخوالي كمولو په لور ګام پورته كړي۔
د پاكستان په منځني ختيز كښې په رامخې ته شوي پيش رفت د ژورې انديښنې څرګندونه٬ په منطقه كښې د زياتيدونكي كړكيچ مخنيوي او په غزه كښې جنګ بندۍ له د نړيوالو هڅو په حاجت زور
Troy Kingdom Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو