لاهور ۔4 جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په پنځه ورځنۍ رسمي دوره چين ته روان شو۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ??ار، د دفاع وزير خواجه آصف، د منصوبه ??ندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د خزانې او رېونيو وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم وزيراعظم سره دے۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين اولس مشر شي جن پنګ او د چين وزيراعظم لي كيانګ په خاص بلنه د جون له 4 نه تر 8مې نيټې د چين پنځه ورځنۍ رسمي دوره كوي۔ د بیان له مخې چین ته د وزیراعظم دوره د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د دویم پړاؤ او د پاکستان او چین د ستراتیژیکو او اقتصادي اړیکو ل?? پراختیا لپاره زياته مهمه ده۔ وزیر اعظم به ?? خپلې دورې په لومړي پړاؤ كښې د چین شينزن ښار ته ځي۔ وزيراعظم به ?? دواړو هېوادونو د كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو ترمينځه همكارۍ ته وده وركولو له د چين په شينزن ښتار كښې بزنس فورم كښې ګډون كوي۔ وزیرِ اعظم به ?? چینائي ون ونډو آپرېشن ليدلو له د نانشان ون ونډو او د هواوے هېډ کوارټرز دوره هم كوي۔ وزیراعظم به ?? خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې بیجنګ ته ځي چرته به چې هغه د چين اعلی مشرتابه ??ره ملاقات كوي۔ وزیرِ اعظم به چينائي صدر شی جن پھنګ او خپل چينائي همڅنګ لی چیانګ سره ملاقاتونه كوي۔ وزیرِ اعظم به ?? چین او پاکستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په مفاهمتي يادښتونو د لاس ليك دستوره كښې ګډون كوي۔ دې سره سره به هغه اعلی سركاري عهدېدارانو ٬ د بېلو كمپنيو مشرانو او چينائي سرمايه كارانو سره ملاقاتونه هم كوي۔ په بیجنګ كښې به وزيراعظم د عوامی یادګار (پیپلز مانومنټ) دوره هم كوي۔ وزيراعظم به ?? چين خپلې دورې په وروستي پړاؤ كښې د چين شيان ښار ته ځي چرته به چې هغه ځايي مشرتابه ??ره ملاقاتونو سره سره د چين د وزيراعظم د كركيلې په پرمختګ كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو مشاهده كولو له د ماډل فارمز او ګرين ټېكنالوجي كمپنيو دوره كوي۔ د دورې په مهال به ?? پاكستان او چين ترمينځه نه يوازې د سي پېك په دويم پراؤ ٬ ستراتيجيكي همكارۍ بلكې د تجارت او سرمایه کارۍ، دفاع، قومی او سيمه ايزې سلامتيا٬ توان، خلائی تحقیق، سائنس و ټېکنالوجۍ، تعلیم او هنر او د كلتور په څانګو كښی همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كولې شي۔ د بيان له مخې د وزير اعظم شهباز شريف دوره به ??وه اړخيزه همكاري لا مثبت پلو رانوولو كښې مهم سنګ ميل ثابت شي
وزیراعظم شهباز شریف د چين په پنځه ورځنۍ دوره روان شو
एमजी ऑनलाइन ईमानदार सट्टेबाजी प्लेटफार्म
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ