اسلام آباد12 نومبر(اے پی پی)اسلام آباد او پینډۍ كښې زيات شوي سموګ او فضائي آلودګۍ مخ نيوي لپاره د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د نړيوال ب??نك٬پنجاب پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ ډيپارټمنټ٬ د نېشنل ډيزاسټر رسك منيجمنټ فنډ٬د ماحوليات وزارت ډي جي٬د اېف آئي اے ډي كنټري ډائرېكټر٬د پ??اننګ ماحوليات غړو٬ د ماحولياتي تحفظ ايجنسۍ٬سول سوسائټۍ٬اين ډي ايم اے او د ټولو صوبو پاكستان انوائرمينټل پروټيكشن ايجنسۍ استازو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔احسن اقبال د سموګ اسباب او دې څخ?? په راپیدا شوي صورحال د تشويش څرګندونه كولو سره ووئېل دا زمونږ د طرز عم?? نتيجه ده كوم چې اوس د يو ايمرجنسي په توګه ګڼرل ضروري دي۔ده ووئيل كه چرې مونږ خپلې رويې بدلې نه كړی نو د سموګ او فضائي آلودګۍ ب?? په روغتيا او معيشت سنګين اثرات مرتب شي۔د دې څخه به نه يوازې د اولس صحت متاثر شي بلكې د جي ډي پي په شرح كښې هم د كمي اندېښنه ده۔وفاقي وزير ووئيل د دې چېلنج مخ نيوي لپار?? په قامي كچ?? په يووالي د كار كولو ضرورت دے ۔حكومت كے فائيو-اي پلان كښې ماحوليات ته خاص اهميت وركړے چې له مخې بېل اقدامات كېږي۔احسن اقبال ووئيل زمونږ سره د علم كمے نه بلكې اصل مسئله د عم??درآمد د نشتوالې ده ۔د دې مسئلې حل كولو لپاره به ټولو اړوندو ادارو له شريك اقدامات كول وي۔ده ووئيل د سموګ په بنيادي اسباب كښې د ګاډو لوږے٬د خزلو سوځول او د ښارونو خپرېدل شامل دي ۔سموګ په روغتيا او د ژوند پ?? معمولات منفي اثرات مرتب كړي۔ په دې صورتحال كښې د اولسي خبرتيا كمپائن چلولو ضرورت دے دغسې چې هر وګړې خپل ماحول او طرز عم?? ته پام وكړي۔د غونډې په مهال وفاقي او صوبائي ادارو٬اكيډمۍ او نورو اړوندو سټيك هولډرز ترمينځه د كوټلې تګلارې په ضرورت زور راوړ و۔وفاقي وزير ووئيل د ګلګت بلتستان پشان پاكه سيمه هم اوس د فضائي آلودګۍ ښكار كېږي٬كه چرې په ماحولياتي آلودګۍ قابو ونه موندلے شو نو د دې به سنګينې نتيجې زغمل وي۔احسن اقبال ټولو ادارو ته خواست وكړو چې هغوي د مسئلو حل لپار?? په ګډه كار وكړي او په اولسي كچه د ماحوليات حفاظت پیغام ته وده وركړي دغسې چې يو صحت مند او پاك سباؤن باوري كړے شي۔
په غبرګو ښارونو كښې د فضائي آلودګۍ په اړه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه٬د بهرنو هېوادونو او ملكي ادارو استازو ګډون
Xima Online Integrity Betting APP
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل