اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پارليماني ګورننس په مضبوطولو ٬ سپېځلتيا ٬ شموليت او د جمهوري رواياتو په تحفظ زور راوړلو سره وئيلي دي چې مونږ د جمهوري رواياتو تحفظ او د بدلېدونكې ګورننس چاپېريال سره د همغږۍ پېدا كولو چېلنج سره مخ يؤ٬ قانون ساز مجالسو له به نه يوازې د موجوده چېلنجونو ځواب كول وي بلكې دا هم ضروري ده چې هغه پوهې ٬ بصيرت او دوه اړخيزه مرستې سره د دې ??قابله وكړي٬ مكالمې ته د ودې ??ركولو ٬ د غوره تګلارو تبادلې او د ركاوټونو په ګوته كولو د لارې دا کنفرنس د 18م بدلون نفاذ ښه كولو او د ګورننس او صوبائي خپلواكۍ مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ ده د جمعې په ورځ د 18م سپيكر كنفرنس دوېمې ورځې ناستې ته خطاب كولو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شمول د څلورو واړو صوبو ٬ د آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستان سپيكران او سېكتران هم په كنفرنس كښې موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دې ??ورم ته خطاب ما لپاره يو د??ناوې د??۔ ده ووئيل زه د قامي اسمبلۍ د سپيكر مننه كوم چا چې د لس كلونو اوږدې ??ودې څخه وروستو د?? مهم كنفرنس وكړو۔ ده ووئيل تېره ورځ د كنفرنس په مهال دوه مهم نشستونه وشول په كومو كښې چې په آئيني چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اولني نشست كښې د 18م آئيني ترميم د نفاذ جاج واخستے شو كوم چې د پاكستان په آئيني تاريخ كښې د يو سنګ ميل حېثېت لري۔ ده ووئيل ننۍ ايجنډا د پارليماني ګورننس ښه كولو ٬ سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو او په نړيواله كچه زمونږ د قامي ګټو وكالت لپاره يو ستراتېجيكي روډ مېپ وړاندې ??وي۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه دا باوري كول وي چې زمونږ قانون ساز مجالس به نه يوازې جمهوري روايات په ځاے ساتي بلكې د بدلېدونكي ګورننس تقاضو سره به همغږي هم پېدا كوي
مونږ د جمهوري رواياتو تحفظ او د بدلېدونكې ګورننس چاپېريال سره د همغږۍ پېدا كولو چېلنج سره مخ يؤ: د سينيټ چيئرمېن
Butterfly Flower Honest Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی