اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صل??حكار قمرزمان كائره وئېلي دي پاكستان سېلاب سره مخ دے٬وزيراعظم پخپله د ټول صورتحال نګراني كوي۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د حكومت ل??وا د مرستې چارې په ت??دۍ سره روانې دي٬وزيراعظم پخپله د ټول صورتحال څارنه كوي۔ده ووئيل د سېلابي صورتحال په وجه خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د اروپا د څلورو هېوادونو مهمې دورې منسوخ كړی دي۔بلاول بھټو زرداري د سېلاب ځپليو سيمو دورې كوي ٬ بايد ټول ګوندونه خپلې چارې موخر كړي او د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره هڅې وكړي۔ده ووئيل د هر يو سېلاب ځپلي تر بحالۍ ب?? په قلاره نه كېښنو٬د قامونو په ژوند كښې مشكل حالات راځي٬مونږ له د يو قام په ت??ګه د حالاتو مقابله كول دي۔ده ووئيل په سېلاب كښې د شهيدو شوو كسانو كورنيو په غ?? كښې ټول قام برابر شريك دے۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو ته د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي
پاكستان سېلاب سره مخ دے٬وزيراعظم پخپله د ټول صورتحال نګراني كوي۔د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان كائره
Dream Chaser Integrity Platform
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی