اسلام آباد 26جنوری(اے پی پی)د پېټروليم و??ير??ملكت مصدق ملك وئېلي دي د روس سره د تېلو اغستو لپاره لوظ نامه شوې ٬ډېر زر به د ارزانه تېلو رسنه پېل شي٬د روس پلاوي سره 45 ورځې وړاندې خبرې پېل شوې وې ٬ د دې نه پس وئېلې شوي وو چې د مارچ مياشتې ختمېدو نه وړاندې به وړومبې د پاكستان او روس ترمينځه د ارزانه خام تيلو لوظ نامه اوشي۔دا دې خبرې ثبوت دے چې وزير??عظ?? كومه هم وعده كړې هغه يې پوره كړې۔ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئېل د راتلونكې يخنښنۍ موسم څخه وړاندې په ارزانه بيعه تېل او ګاز ترلاسه شي۔ ده ووئيل وزير??عظ?? يوازې يو مقصد او پیغام لري چې هېواد مخ په وړاندې بوتلل دي٬پرمختګ كونكے جوړول دي٬د هېواد د پرمختګ مطلب دا دے چ?? ځوانانو ته نوكرۍ ترلاسه شي او اولس ته د روغتيا او تعليم آسانۍ ترلاسه وي۔د دې نه علاوه چې څومره هم غږونه دي هغه بې مقصده دي۔ده ووئيل وزير??عظ?? هدايت كړے جې د توان ارزانې ذريعې ولټوئ دغسې چې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ډاكټر مصدق ملك ووئېل ځوانانو ته د روزګار آسانيو وركولو ته موجوده حكومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل نواز شريف يې د زوي څخه په تنخا نه اغستو نااهله كړے٬ هالانكه هغه د خپل زوي د كمپنۍ اعزازي د بورډ ډائرېكټر ؤ دغسې مريم نواز ته په يو فونټ كارولو اووه كاله سزا اورولی شوې ۔ده ووئيل عمرا?? خان د اپوزېشن قيادت د دروغو مقدمو كښې په زندان كښې اچولے او سينئر پارليمنټيرين يې هم په بنسټه تورونو تر كلونو په زندان كښې ساتلي۔ده ووئيل مونږ د ډالر او روپۍ په قدر كښې د فرق ختمولو پلو مخ په وړاندې روان يو ۔ده ووئيل په هېواد كښې د اېل پي جي ذخيرې په لوي مقدار موجود دي۔ده ووئيل د كال تر آخر به انرجي سيكورټي پلان مرتب شي۔
د روس سره د تېلو اغستو لوظ نامه وشوه٬ډېر زر به د ارزانه تېلو رسنه پېل شي۔وزيرمملكت مصدق ملك
Win-Win Fish, Shrimp and Crab APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ