اسلام آباد۔9 اپرېل(اے پی پی)د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئيلي دي چې د پاكستان آئ??ن ټولو وګړو ته د بنيادي حقونو وركولو ضامن دے٬ د جمهوريت پياوړتيا له به د آئ??ن سرلوړي باوري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د 1973 آئین ګولډن جوبلي په موقعه قوم ته د مباركۍ جلا جلا پېغامونو كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا ننۍ ور?? مونږ ته هغه تاريخي ورځ يادوي كله چې 5مې قومي اسمبلۍ په متفقه توګه د 1973 آئین منظور كړو۔ د آئ??ن پاکستان دستاوېز د اولس د لارښود شهید ذوالفقار علی بھټو د فهم او فراست نتيجه وه چې ټول سياسي او مذهبي ګوندونه په يو پلېټ فارم جمع شول او يو تاريخي دستاوېز منظور شو۔ ده ووئيل په هېواد كښې د جمهوريت پياوړتيا له ضروري ده چې د كال 1973 په آئ??ن د دې د روح له مخې عمل وكړے شي۔ ده د ټولو سياسي ګوندونو خپله منځه ا??تل??فات هېرولو سره د آئ??ن دستاوېز په 50 مه سالګره يو ځايې د راجمع كېدو په حاجت زور راوړو۔ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني ووئيل نن هغه تاريخي ورځ ده كله چې ټولو سياسي ګوندونو خپل منځه ا??تل??فات هېرولو سره آئ??ني دستاوېز منظور كړو۔ ده ووئيل د هېواد تعمير او پرمختګ له به ټولو سياسي ګوندونو له ا??تل??فات هېرولو سره يو مېز ته راتلل وي۔ ده ووئيل په آئ??ن عملدرآمد سره به د هېواد چارې ښه پلو روانې شي۔
د جمهوريت پياوړتيا له به د آئين سرلوړي باوري كول وي٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر
3 Big Money Million Avenue APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن