اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې زمونږ آئ??ن په 10م اپريل 1973م جوړ شو، دا زمونږ د 50 کلنې مبارزې د بنياد اېښودو ورځ ??ه٬ مونږ د خپل اولس د ستونزو نه خلاصون غواړو، مونږ د هېواد د ادارو ??و نظام بقا له سازشونه برداشت كړې دي٬ اوس هم په ادارو كښې داسې طبقه شته كومه چې د ميثاق جمهوريت مخ په وړاندې تلل او زمونږ يووالې نه غواړي۔ د ګل په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د آئ??ن ګولډن جوبلي كنونشن ته خطاب كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل د كال 1973 آئین اسلامی جمهوری او پارلیمانی دے ٬ دا د پاكستان هغه زنځير دے كوم چې ټولې صوبې پېوست ساتي۔ ده ووئيل د 10 اپرېل ورځ بايد زمونږ په نصاب كښې وي دغسې چې نوي كول ته ووئيلې شي چې په 14اګست1947 پاكستان جور شو او په 10 اپرېل 1973 زمونږ آئ??ن جوړ شو۔ ده ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو يو منتشر هېواد ته يو آئ??ن وركولو سره دا متحد كړو۔ ده ووئيل محترمې بېنظير بھټو شهيدې ميثاق جمهوريت لاس ليك كړو ولې چې مونږ په دې باور لرؤ چې د سياستدانانو او جمهوري قوتونو ترمينځه فاصلو څخه غېر جمهوري قوتونه ګټه پورته كوي۔ ده ووئيل د يو سلېکټډ وزیر اعظم د راوستلو هڅه وكړې شوه چې مقصد يۍ د 1973 آئین ختمولو سره يو وارې بيا ون ??ونټ جوړول وو۔ ده ووئيل اسټېبلشمن?? نیوټرل دے ٬ بايد عدالت هم داسې وي چې هر يو پاكستانې وګړې يۍ د آئ??ن محافظ ومني۔ ده ووئيل دا مهال آئ??ني بحران دې مونږ ته دا وئيلې شي چې دوه او دوه درې وي٬ حال دا دے چې مونږ ته معلومه ده چې دوه او دوه څلور وي۔ ده ووئيل عمران خان چې كوم معاشي بريد كړے وو مونږ له هغې څخه د هېواد د ويستلو هڅې كوؤ٬ د امنيتي صورتحال ښه كولو له په قومي سلامتي كمېټۍ كښې پرېكړې شوي دي٬ د ترهګرو په ضد عمليات پېل كوؤ٬ د پخوا په څير به ترهګرو ??ه ماتې وركوؤ۔ ده ووئيل د هېواد معيشت سمول د يو تن كار نه دے دې لپاره سياسي استحكام ته اړتيا ده۔ ده ووئيل زمونږ ادارو له به په جدي توګه د آئ??ن لاندې پاتې كېدو سره خپل كردار ترسره كول وي۔
مونږ د خپل اولس د ستونزو نه خلاصون غواړو ٬ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په قومي اسمبلۍ كښې د آئين ګولډن جوبلي كنونشن ته خطاب
Get the website address of Hawaii APP game platform
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب