اسلام آباد۔19مئی (اے پی پی):د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي پاکستان کښې سياس?? بحران ضرور شته خو ډير زر به پرې قابو وموندلے شي۔ د مئ په نهمه نېټه په پنډۍ، ميانوالي او لاهور کښې د تشدد پيښو په مهال د پي ټي ائي وسله والې ډلې په پوځي تنصيبات بريدونه وكړل٬ په پاكستان كښ?? دې څخه وړاندې هم خلق ګرفتار كړے شوي وو ٬ زه خپله ګرفتار كړے شوے ووم٬ زما لارښود او زما د سياسي ګوند څومره كسان ګرفتار شوې وو خو مونږ كله هم د تشدد سياست نه دے كړے٬ مونږ په عسكري او سول ت??صيبات بريدونه نه دي كړي۔ نړيوالې ادارې الجزيره سره خبرو كښ?? د دفاع وزير ووئيل په پوځي او سول ت??صيبات بريد كوؤنكي د هیواد دښمنان دي۔ ده ووئي?? مونږ سياسي اختلافات لرو خو دا دومره نه دي چې په حكومتي او اولسي املاك بريد وكړے شي۔ د پي ټي آئي شر خوښو د يوې منصوبې لاندې د فوځي تنصيبات پشمول اولسي او سركاري املاك په نخښه كړل٬ ده ووئېل داسې كار ك د پاكستان په ضد جنګ كول دي۔ ده ووئيل چا چې په پوځي تنصيبات ، پوځي اډو او د عسكري شخصيات په استوګنو بريدونه کړي، دوي به په آئين كښ?? د ذكر كړي قانون له مخې په ملټري كورټس كښ?? محاكمه كولې شي٬ مونږ نوې محکمې او نوې قانون نه جوړؤ ٬ قانون د وړاندې څخه موجود دے٬ ده ووئېل داسې تورن به هائي كورټس او بيا سپريم كورټ كښ?? د اپيل كولو حق لري۔ ده ووئي?? مونږ په صورتحال قابو موندلو له هڅې كوؤ٬ په ښارونو كښ?? ??من بحال كړے شوے۔ ده ووئيل په راتلونكو څو ورځو كښ?? به حالات د معمول له مخې شي٬ ده ووئيل ټاكنې به كه پاك پروردګار ته منظوري وي د روان كال اكتوبر مياشت كښ?? كولې شي۔
په هېواد كښې په روان سياسي بحران به ډېر زر قابو وموندلے شي٬ خواجه آصف
Mr. Halloween Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری