اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي پنجاب كښې به يو كوټلے او موثره صوبائي مالياتي كمېشن جوړولے شي۔ د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د صوبائي مالياتي كمېشن په اره غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت ، د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جھګړا، د منصوبه بندۍ سېكرتري٬ د خزانې صوبائي سېكرتري او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونده كښې د وزيراعظم سپارښتنې په رڼا كښې په صوبو كښې د مالياتي كمېشن جوړولو په لړ كښې پنجاب كښې د صوبائي مالياتي کمېشن جوړولو په چارو غور او د خيالاتو څړګنونه وشوه ۔ په دې موقع اسد عمر ووئيل خيبر پښتونخوا كښې د تحريك انصاف تېر حكومت كښې جوړ كړے مالياتي كمېشن په موثره او ښه ډول د كاركردګۍ څرګندونه كوي، د دې نظام په اړه چې كومه تجربه شوې د ھغې په بنياد به تجويزونه مرتب كولے شي٬ دغسې چې پنجاب كښې يو كوټلې او موثره د صوبائي مالياتي كمېشن نظام جوړ كړے شي۔ په غٶنده كښې دا پرېكړه وشوه په يوه مياشت كښې دننه به د دواړو صوبو مشاورت نه پس به يوه بله غونډه كولې شي چې پكښې به د ټولو تجويزونو په رڼا كښې حتمي لائحه رامخې ته كول وي
پنجاب كښې به يو كوټلے او موثره صوبائي مالياتي كمېشن جوړولے شي٬ خېبرپښتونخوا كښې جوړ كړے صوبائي مالياتي كمېشن په زړه پوري ډول د كاركردګۍ څرګندونه كوي۔ وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری