د پی اېس ډی پی ترمخه د هېواد پرمختيائي پروژو لپاره تر اوسه 5 کھربه 79 اربه روپۍ فنډز جاری شو


اسلام آباد 13 مئی (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصی اقدامات وزارت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام ترمخه د هېواد پرمختيائي پروژو لپاره به مجموعی توګه تر اوسه 5 کھربه 79 اربه روپۍ فنډز جاری کړې شوي دغسې تر اوسه 3 کھربه 53 اربه روپۍ خرڅ كړې شوي۔د پلاننګ کمېشن د اړخه جاري شوې شميرې له مخې حکومت د روان مالی كال په مهال پرمختيائي پروژو لپاره 9 کھرب 50 اربه روپۍ فنډز بيل كړې دې۔د شميرې له مخې این ټی ډی سی، پیپکو پرمختيائي پروژو لپاره 33 اربه 16 كروړه روپۍ، نېشنل هائی وے اتھارټی لپاره 93 اربه 90 كروړه روپۍ، واټر ریسورس ډویژن لپاره 66 اربه 3 كروړه روپۍ، سائنس ټیکنالوجیکل ریسرچ ډویژن لپاره 4 اربه 80 كروړه روپۍ، ریونیو ډویژن لپاره 92 كروړه روپۍ ، غريبۍ ختمولو ډویژن لپاره 30 كروړه روپۍ ، پلاننګ کمېشن لپاره 7 اربه 34 كروړه روپۍ ، ریلویز ډویژن لپاره 19 اربه 81 كروړه روپۍ، پټرولیم ډویژن لپاره 90 كروړه روپۍ، پاکستان نیوکلیئر ریګولیټری اتھارټی لپاره 9 كروړه روپۍ، قامی تاریخی ورثې ډویژن لپاره 32 كروړه 40 لهه روپۍ ، صحت آسانيو ښه كولو لپاره6 اربه 45 كروړه روپۍ ، نېشنل فوډ سکیورټی ریسرچ ډویژن لپاره 5 اربه 31 كروړه روپۍ، میری ټائم افیئرز ډویژن لپاره 2 اربه 15 كروړه روپۍ، لاجسټك ډویژن لپاره 84 كروړه روپۍ ، داخله ډویژن لپاره 5 اربه 97 كروړه روپۍ، بین الصوبائی رابطه ډویژن لپاره يو ارب 14 كروړه روپۍ، انفارمېشن ټیکنالوجی ټیلی کام ډویژن لپاره 3 اربه 60 كروړه روپۍ ، انفارمېشن اینډ براډ کاسټنګ ډویژن لپاره يو ارب 20 كروړه روپۍ، صنعت او پیداوار ډویژن لپاره يو ارب 80 كروړه روپۍ ، انسانی حقوق ډویژن لپاره 48 كروړه 84 لکهه روپۍ، هاؤسنګ ورکس ډویژن لپاره 21 اربه 33 كروړه روپۍ، هائیر ایجوکیشن کمیشن لپاره 35 اربه 82 كروړه روپۍ، صوبوں او سپیشل ایریاز لپاره 86 اربه 33 كروړه روپۍ، فنانس ډویژن لپاره يو ارب 93 كروړه روپۍ ، وفاقی تعلیم او پیشه وره تربیې ډویژن لپاره 5 اربه 10 كروړه روپۍ ، اسټیبلشمنټ ډویژن لپاره 50 كروړه روپۍ، ډیفنس پروډکشن ډویژن لپاره 96 كروړه 90 لکهه روپۍ، ډیفنس ډویژن لپاره يو ارب 92 كروړه روپۍ، کمیونیکیشن ډویژن لپاره 21 كروړه 62 لکهه روپۍ، موسمیاتی بدلون ډویژن لپاره 2 اربه 43 كروړه روپۍ، کیبنټ ډویژن لپاره 61 اربه 31 كروړه روپۍ او سرمایه کارۍ بورډ ډویژن لپاره 66 كروړه 88 لکهه روپو پشمول بيل پرمختيائي پروژو لپاره فنډز جاری کړې دې۔