اسلام آباد۔22 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي په اسلام آباد كښې د احتجاج مخ??يوي په مهال به د ممكنه زيانونو ذمه وار هغه څ??ك وي كوم چې د اسلام آباد هائيكورټ د پرېكړې په ضد راځي ٬ په 24 نومبر په اسلام آباد كښې د احتجاج كولو كوم درخواست نه دې راكړے شوے٬ د عدالت په پرېكړه به 100 فيصد عمل باوري كولې شي۔ ده ووئيل د كے پي کے حكومت دې دا اووائي چې د هغوي پام دې دغلته د ترهګرۍ ختمولو ته وي يا په اسلام آباد بريد لا??مي دے؟ نن يو اړخ ته جنازې پورته كېږي او بل اړخ ته دوئي په اسلام آباد بريد كولو له چمتووالې نيسي۔ ده د جمعې په ورځ خبريالانو سره خبرې كولې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د احتجاج مخ??يوي كولو له د هڅو په مهال به د ځاني زيان ذمه وار څ??ك وي؟ پوښتنې په ځواب كښې ووئيل هغه څوك چې د اسلام آباد هائي كورټ پرېكړې خلاف ورزي كولو سره راروان دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بايد دكانونه بند نه كړې شي ٬ كا??وبار بند نه كړے شي ٬ سړك بند نه كړے شي ٬ دغسې موبائل فون سروس بند نه كړې شي خو دا دې ووئيل شي چې بيا مونږ څه وكړؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د امن ذمه واري د صوبائي حكومت ده۔ تېره ورځ دغې صوبې د ترهګرۍ مخ??يوي له د اېف سي 15 پلاټون ته اړتيا لرله ٬ حال دا دے چې په اسلام آباد كښې هم د اېف سي ضرورت دے خو مونږ بياهم نفري هلته لېږلې ده۔ د صوبائي حكومت مرسته كول زمونږ فرض دي خو صوبائي حكومت دې هم دا اووائي چې د هغوي پام دې دغلته د ترهګرۍ ختمولو پلو وي يا په اسلام آباد بريد كول لا??مي دے۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت كا?? يوازې مرسته كول دي٬ د 18 م بدلون څخه وروستو په صوبو كښې امن زمونږ ذمه واري نه ده پاتې شوې٬ هغوي چې د څه هم غوښتنه كوي هغه وركولې شي خو د امن لومړۍ ذمه واري د صوبائي حكومت وي۔ ده ووئيل د 40 جنازو پورته كېدو وروستو دغلته ناست كسان بايد سوچ وكړي چې هغوي له به څه ته خپل پام ګرځول وي۔ ده ووئيل څوك هم چې د دفعه 144 خلاف ورزي كوي په ضد به يۍ كا??روائي كولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم چې زمونږ څه ډول لارښودنه كوي هم هغسې به كوؤ۔ ده ووئيل پي ټي آئي د اېس سي او كنفرنس خيال ونه ساتلو٬ اوس د بېلا روس پلاوې راروان دے ٬ امريكا او د سعودي عربستان نومونه اخلئ ٬ د امريكې په اړه هم خبرې كوئ٬ تاسو په يو ك??ل كښې دومره يوټرن څنګه اخلئ۔ ده ووئيل تاسو بايد خپل غږ په اړوند فورم پورته كړئ۔ د 24 نومبر پرلت 10 ورځو لپاره د منسوخ كولو كومه خبره نه ده شوې٬ نه مذاكراتو ته اړتيا شته او نه بايد وكړے شي۔ ده ووئيل يوازې په سمه طريقه دې خبرې وكړې شي ٬ يو اړخ ته پرلت او بل اړخ ته خبرې اترې داسې نه شي كېدې ۔
د عدالت په پريكړه به 100 فيصده عمل درآمد باوري كوؤ٬ د ممكنه زيانونو ذمه وار به هغه وي څوك چې د عدالتي پريكړې په ضد ولاړ وي : وفاقي وزير محسن نقوي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری