اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي زياتېدونكي آبادي او د كروندې په زمكه كښې د كمې راتللو تر مخه د سباٶن ض??وريات پوره كولو لپاره دې د فوډ سېكورټي په اړه د لنډې مودې، مېنځنې م??دې او د اوږدې م??دې پالېسۍ جوړې كړې شي، د غنمو پېداوار زياتولو لپاره دې د ټېكنالوجې او نوو طريقو كارولو په لړ كښې منصوبه بندي وكړې شي. وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د ووړو او چينو د ب??عو په اړه د جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د صنعت وزير حماد اظهر، د نېشنل فوډ سېكورټي وزير سيد فخر امام، د و??يراعظم صلاحكارانو عبدالحفيظ شېخ، مرزا شهزاد اكبر، خاص مرستيالانو لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عاصم سليم باجوه، ډاكټر شهباز ګل، عثمان ډار او اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. د څلورو واړو صوبو چيف سېكرټريز هم د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې شيك وو . د و??يراعظم دفتر مېډيا څانګې له مخې په غونډه كښې وزيراعظم د غنمو، ووړو او د چينو د ب??عې په اړه د صورتحال نه خبر كړے شو. غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د غنمو او چېنې غوندې د بنيادي ضرورت څيزونو وركړه او مناسبه بېعه باوري كول د حكومت وړومبې ترجيح ده. وزيراعظم ووئيل زياتېدونكي آبادي او د كروندې په زمكه كښې د كمې راتللو تر مخه د سباٶن ض??وريات تر سره كولو لپاره د فوډ سېكورټي په اړه د لنډې مودې، مېنځنې م??دې او د اوږدې م??دې پالېسۍ جوړې كړئ، دغسې د غنمو په پېداوار كښې اضافې لپاره دې د ټېكنالوجې او نوو طريقو كارولو په لړ كښې منصوبه بندي وكړې شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ووړو او چينو د بېعو په اړه د جاج اخستنې غونډه
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز