كوئټه 23 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن د بلوچستان پرمختګ دے٬بلوچستان د پاكستان مهمه برخه ده كومه چې نظرانداز كېدې نشي٬چېلن??ون?? زيات دي خو مونږ له به پي ټي ??ي د بي بي سي پھ طرز متحرك كول وي٬پي ټي ??ي به د نړۍ د مېډيا هاؤسز سره تړل وي٬كارمندان او فنكاران اثاثه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د پي ټي ??ي بولان لا??يو پروګرام كښې خپلو خاص خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه زه بلوچستان ته راغلے يم او ما د واورې او باران له امله د رامخې ته شوي صورتحال جاج واخست ۔دې ووئيل د وزيراعظم وژن بلوچستان ??ه پرمختګ وركول دي٬بلوچستان د پاكستان مهمه برخه ده كومه چې نظرانداز كېدې نه شي۔د بلوچستان مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي٬مونږ د مسائلو سره د بلوچستا?? وسائل هم نړۍ ته وړاندې كول غواړو دغسې چې انټرنېشنل كمپنۍ په بلوچستان كښې سرمايه كاري وكړي او عام وګړو لپاره د روزګار موقعې راپیدا شي۔دې ووئيل د صوبې پرمختګ لپاره٬وفاق٬صوبائي حكومت او اتحادي ګوندونه يو موټې دي٬مونږ له به اجتماعي تګلارې سره په ګډھ د مسائلو حل او پرمختګ لپاره هلې ځلې كول وي٬پي ټي ??ي به د بي بي سي په طرز متحرك كول وي۔دې ووئيل د ماسټر كنټرول روم څخه د لا??يو نشريات جاج هم اخستې شوې۔دې د ادارې د بېلو څانګو دوره هم وكړه٬د پي ټي ??ي كوئټې مركز دورې په مهال ډاكټر فردوس عاشق اعوان د سي بي اے يونين عهدېدارو سره هم ملاقات وكړو۔د پي ټي ??ي كوئټې سنټر جنرل منيجر ډاكټر فردوس عاشق اعوان له د ادارې په كاركردګۍ بريفنګ وركړو۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان چې كله د پي ټي ??ي كوئټې مركز ته ورسېده نو د پي ټي ??ي كوئټې مركز جنرل منيجر ايوب بابئي او كارمندانو د هغې هركلے وكړو۔د دې څخه وړاندې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د راډيو پاكستان دوره هم وكړه۔سټېشن ډائرېكټر سهيل جعفر د ادارې مسئلو او پیشه وره هلو ځلو څخه د اطلاعات خاص مرستياله خبر كړه۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان د راډيو پاكستان د بېلو څانګو دوره هم وكړه
د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د پي ټي وي بولان لائيو پروګرام كښې خاص خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا