اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) پرنسپل انفارمېشن افيسر او د اے پي پي منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي وئيلي دي چې د صحافت څانګه زمونږ په قامي ژوند كښې د اهميت وړ ده٬ د بلوچستان د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره د تربيې د وركشاپ اهتمام خوشبينه دے۔ اېم ډي اے پي پي محمد عاصم کھچي د دې خيالاتو څرګندونه د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس (پي اېف يو اے) ??رک??ز تر سېوري لاندې د بلوچستان خبريالانو لپاره د تربيې وركشاپ ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې كړې۔ محمد عاصم کھچي ووئيل د هېواد لرې پرتې سيمې په قامي چوكاټ كښې شاملول او دوي ته د رامخې ته مسئلو ??ايد په ګډه حل لپاره هڅې وكړې شي۔ ده ووئيل خپلې محرومۍ خپلې كمزورۍ جوړول پكار نه دي بلكې د خپل كار د لارې مخ په وړاندې تګ پكار دے۔ محمد عاصم کھچي ووئيل د صحافت څانګې د قامي يوالي په وده كښې د اهم كردار لري٬ هيله لرم چې د بلوچستان خبريالانو لپاره تابيا كړې شوې د تربيې وركشاپ څخه به دا مقصد لا وده ومومي او د ورورولۍ فضا په ځائ ساتلو كښې به مرسته وشي۔ ده د دې اميد هم څرګندونه وكړه چې په ??رک??اپ كښې ګډون كوٶنكي د بلوچستان خبريالان به پنجاب او وفاق نه د مينې او محبت پېغام ځان سره يوسي او دا پېغام به د دوي د تحريرونو د لارې اولس ته ورسي۔ د تربيې ??رک??اپ ته د پي اېف يو اے وركز صدر پروېز شوکت٬ سينئر خبريال حافظ طاهر خليل٬ سينئر خبريال ظفر محمود شېخ٬ د پي اېف يو جے ??رک??ز اسلام آباد نائب صدر طاهر راټھور٬ نائب صدر ډاکټر سعديه کمال٬ سندھ څخه تعلق لرونكي د پي ايف يو جے ??رک??ز نائب صدر عرفان آرائيں٬ د ګوجرانواله يونين آف جرنلسټس صدر ملك توصيف هم وېنا وكړه۔ په وركشاپ كښې د بلوچستان بېلا بېلو ??يمو څخه تعلق لرونكو خبريالانو غلام حسېن، مختار ا??مد?? فېض محمد نچاري، مقبول ا??مد?? ضياء الرحمن، اسرار ا??مد?? شعېب افضل او محبوب احمد هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔
د صحافت څانګه د قامي يوالي په وده كښې د اهم كردار وړ ده۔ د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم كهچي د بلوچستان خبريالانو لپاره د تربيې وركشاپ وېنا
Green Pepper Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا