دبئۍ 01 دسمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم ان??ار الحق کاکړ د نېدر لېنډ كمپنو ته په كر??يله ٬ باغبانۍ ٬ د اوبو انتظام او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي چې پاکستان او نېدرلېنډز د شريكې خوښې په چارو كښې د??ه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف د لارې په ګډه كار كول غواړي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ان??ار الحق کاکړ په دبئۍ كښې د کنفرنس آف پارټيز (کوپ۔28) په مهال د نېدرلېنډ وزيراعظم مارك روټۍ سر?? ليدلي٬ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسملبۍ په غونډه كښې د ملاقات نه پس د دواړو مشرانو دا دوېم ملاقات ٶ٬ دواړو مشرانو په د??ه اړخيزه اړيكو او د افغانستان صورتحال پشمول د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايز چارو د خيالاتو څرګندونه كړې٬ دواړو مشرانو په غزه كښې د انساني حقونو په خرابېدونكي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ان??ار الحق کاکړ په دې خبره زور رواړو چې پاکستان او نېدرلينډز د شريكې خوښې په د??ه اړخيزه چارو او د اروپائي اېتلاف د لارې په ګډه كار كول غواړي۔ ده د نېدر لېنډ كمپنو ته په كر??يله٬ باغبانۍ ٬ د اوبو انتظام او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه٬ دواړو مشرانو د د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اړيكو كښې د اضافې په رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل كم كاربن خارج كوٶنكو هېوادونو كښې د شاملېدو باوجود پاكستان د موسمياتي بدلون خطرو سره مخ دے ۔ په دې موقع وزيراعظم ان??ار الحق کاکړ د نېدرلېنډز وزيراعظم ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔
لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نېدر لېنډز وزيراعظم سره وليدل
Guardians of Ice and Fire Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا