اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) نګران وفاقي ??اب??نې د سپريم کورټ پرېكړې په رڼا كښې د وفاقي تعليمي نظام ډېلي وېجرز 227 استاذان په مستقل بنيادونو د تعيناتولو او د جبري بې دركۍ په بابله د كابينه كمېټۍ د تشكيل نو منظور?? وركړه۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ د غونډې په پېل كښې په باجوړ كښې د پوليو ډلې په حفاظت ولاړو پوليس اهلكارو باندې د ترهګرو د بريد غندنه وشوه او د دغې په نتيجه كښې شهيدو شوو پوليس اهلكارو لپاره لاس نيوه وشوه او ??اب??نې شهيدو پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ غونډه كښې د خبرو په مهال وزيراعظم ووئيل رياست به د شهيدانو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي٬ شهيد پوليس اهلكارو زمونږ سباٶن لپاره خپل نن قربان كړے٬ رياست به د هغوي كورنۍ يواځې نه پرېږدي او د هغوي د خېرښګړې به هر ډول ممكن خيال ساتلے شي۔ ده ووئيل ترهګر چې څه رنګه بزدلانه كاروائئ كوي د هغوي به په ضد به د رياست غبرګون هومره په شدت سره وي٬ ترهګر د 24 كروړه اولس عزم له ماتې نش?? وركولې۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان څخه د پوليو تر بشپړه خاتمې به د پوليو مخنيوي مشن په بشپړه توګه روان وي٬ وزيراعظم د پوليو خاتمې لپاره د حكومت په هلو ځلو كښې د پاك پوځ٬ پوليس٬ پوليو وركرز او نورو ادارو د كردار ستائنه وكړه٬ دغسې وفاقي ??اب??نې د اسلام آباد هائي کورټ د كال 2018 د پرېكړې په رڼا كښې د وفاقي تعليم ??زارت وړاندې كړې سمرۍ او د فېډرل پبلك سروس كمېشن د سفارشاتو په رڼا كښې ډېلي وېجرز 227 استاذانو په مستقل بنيادونو د تعيناتۍ منظور?? وركړې ۔ وفاقي ??اب??نې د داخله وزارت په سفارش د جبري بې دركۍ په بابله د كابينه كمېټۍ د تشكيل نو منظوري هم وركړه۔ ??اب??نې ته ووئيل شول د دې نه وړاندې پخواني نګران وزير سرفراز احمد بګټي ته د دې كمېټۍ مشري سپارلې شوې وه او د ھغه د استعفٰې نه وروستو د وزيراعظم په منظورۍ د كابينه كمېټي بيا تشكيلېږي چې مشري به ئې د قانون وزير كوي۔ دغسې وفاقي ??اب??نې د قانون وزارت په سفارش د سپريم ??ورټ كراچۍ رجسټري لپاره د نوې ودانۍ جوړولو په اړه د كمېټۍ تجويز سره اتفاق وكړو او د سپريم ??ورټ كراچۍ رجسټري لپاره په نوې جوړېدونكې ودانۍ كښې په بېلا بېلو ځايونو ټول فېډرل كورټس او د ټربيونلز منتقلۍ او د ودانۍ په ډيزائن كښې د ضروري بدلون كولو منظور?? وركړه ۔ د سپريم کورټ کراچي رجسټري به پخپله موجوده ودانۍ كښې كار لا روان ساتي۔ وفاقي ??اب??نې د خوراك تحفظ او تحقيق وزارت په سفارش د لائيو سټاك و ډيري ډويلپمنټ بورډ چيف ايګزيکټو د تعيناتۍ پحقله په وړاندې كړې شوې سمرۍ امر وكړو چې په دې لړ كښې د بلوچستان او اسلام آباد هائي کورټس د پرېكړو په رڼا كښې د لائيو سټاك و ډيري ډويلپمنټ بورډ انتظامي بورډ دې فعاله كړے شي دغسې چې د چيف اېګزېكټو تعيناۍ پحقله قانوني تقاضې ترسره كړې شي۔ وفاقي ??اب??نې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 13٬ 15 ٬ او 20 دسمبر كال 2023 په ترسره شوو غونډو كښې د شوې پرېكړو توثيق هم وكړو۔ دغسې وفاقي ??اب??نې حكومتي ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ د 28م دسمبر كال 2023 د غونډې او د لېجسلېټو كېسز لپاره د كابينه كمېټۍ د 22 دسمبر كال 2023 د پرېكړو هم توثيق وكړو
د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه
Enjoy shopping official entertainment links
Islamabad: Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting of the Caretaker Federal Cabinet on 10 January 2024.
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste