اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) پاكستان د بابري جومات په ځاې د رام مندر تعمير كېدو غندنه كولو سره دا په ??ند كښې د مسلمانانو د پسماندګۍ زياتولو هڅه ګرځولې ده۔د خارجه دفتر وياندې له مخې په پېړو پخوانے جومات په 6 دسمبر 1992 د انتها خوښو هندوانو يوې لويې شمېر ډلې شهيد كړې و٬د افسوس خبره دا ده چې د ??ند اعلٰی عدليې نه يوازې د دې ناوړه فعل ذمه وار مجرمان خوشې كړي بلكې د شهيد شوي جومات په ځايې د مندر جوړولو اجازه يۍ هم ??رك??ې ده۔ د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې پاكستان د ??ند په ايودهيا ښار كښې د شهيد شوي بابري جومات په ځايې د” رام مندر”جوړولو غندنه كوي۔دا د ??ند مسلمانانو سماجي٬اقتصادي او سياسي پسماندګۍ لپاره د روانو هڅو يو مهم اړخ دے۔ د شهيد شوي بابري جومات په ځاې جوړ كړی شوې مندر به راتلونكو وختونو كښې د ??ند د جمهوريت په مخ تور داغ جوړ شي۔د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې په ??ند كښې د “هندوتوا”نظريې زياته شوې لهر مذهبي همغږۍ او سيمه ايز امن لپاره سنګينه خطره ده۔ نړيوالې ورورولۍ له به په ??ند كښې د زياتې شوې اسلاموفوبيا٬كركه خپرونكې تقريرونو او كركه خپرونكې جرمونو نوټس اخستل وي۔ ملګرو ملتونو او اړوند نړيوالو ادارو له به په ??ند كښې د اسلامي كلتور مقامات د انتهاخوښو ډلو څخه بچ كولو او په ??ند كښې د اقليتونو مذهبي او كلتوري حقوق تحفظ باوري كولو لپاره خپل كردار ترسره كول وي۔
د پاكستان د بابري جومات په ځاې د رام مندر جوړيدو غندنه
Astros official entertainment portal
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ