اسلام آباد 26جنوری(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي٬د پاكس??ان حكومت به د روټري انټرنېشنل پروګرامز كښې هر ممكنه مرسته كوي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د روټري انټرنېشنل صدرې سټيفيني ارچك په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے ۔په پلاوي كښې تھومس اینتھونی ګمپ، محمد فیض قدوائي ، عبد العزیز میمن او مسرور شیخ شامل وو۔پلاوي نګران وزيراعظم ته د پاكس??ان سمارټ ويليج پروګرام او پوليو مخ نيوي په اړه د روټري انټرنېشنل كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم سټيفيني ارچك ته د روټري انټرنېشنل وړومبۍ مېرمن صدرې په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او هغې لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم د روټري انټرنېشنل په پاكس??ان كښې د پوليو مخ نيوي او د تعليم او نورو څانګو لپاره خذمات هم وستائېل۔ده ووئيل په پاكس??ان كښې د پوليو مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ او پرمختيائي ادارو كردار ستائيو٬زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي۔ده ووئيل د پاكس??ان حكومت به روټري انټرنېشنل پروګرامز كښې هر ممكنه مرسته كوي٬هيله ده چې روټري انټرنېشنل به په پاكس??ان كښې تر خپلو پروګرامونو رسنه زياتوي۔پلاوي نګران وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئېل روټري به د پاكس??ان سمارټ ويليج پروګرام جدت او ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كولو سره د ژوند معيار ښه والي له مرسته كوي٬تر ټولو غريبې طبقې لپاره پېل كړے دا سمارټ ويلج به كركيلې ته د ودې وركولو٬د د تجديد وړ توان نظام څخه ګټه پورته كولو ٬سيوريج نظام ښه والي٬د څښكلو پاكو اوبو رسنې او د موسمياتي بدلون اثرات كمولو له مهم ركردار ادا كوي۔ وزيراعظم ته بريفنګ كښې وئېل شول روټري انټرنېشنل پاكس??ان له 8 لكه كتابونه عطيه كړي چې پكښې 2 لكه كتابونه يواځې بلوچس??ان كښې تقسيم كړے شوي۔دغسې پلاوي وزيراعظم ته د 10 زرو نورو كتابونو ډالۍ هم وركړه كوم به چې د هېواد په بېلا بېلو ??يم?? كښې وېشلے شي۔په ملاقات كښې د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان او اړوند اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔
نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د روټري انټرنېشنل صدرې سټيفيني ارچك په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات
Little Red Riding Hood official entertainment link
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena