اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په لږو ضرورتونو اډانه منصوبې دې جوړې كړې شي دغسې چې د فنډز په وخت وركړه باوري كړې شي٬ ټولو منصوبو له به د روانو مالي ستونزو تر مخه مضبوط اقتصادي او مالي جواز وړاندې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم د منصوبه بندۍ او په بهرني فنډز چليدونكو منصوبو د عملدرآمد كمېټۍ غونډې مشري كولو په مه??ل خپلو خبرو كښې وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ سېكرتري اوېس منظور او د اقتصادي چارو ډويژن (اي اے ډي) په شمول د منصوبه بندۍ اعلی چارواكي موجود وو۔ د اي اے ډي وفاقي وزير په غونډه كښې د ويډو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونډه كښی بهرني فنډز سره د چلېدونكو منصوبو منصوبه بندۍ او عملدرآمد په اړوندو چارو او په پالېسي ګائيډ لائنز د اي سي سي د پرېكړو له مخې د غوره جوړولو په حاجت بشپړ غور و??ړے شو۔ د بريفنګ په مه??ل ووئيل شول د مالي وسائلو د كمي او د پرمختيائي منصوبو د طلب زياتوالي په چېنلج به د روان كال په مه??ل قابو موندل وي۔ بېلو وزارتونو د 2,900 ارب روپو پرمختيائي بجټ غو??تنه كړې وه او منظور شوے پرمختيائي بجټ د 1,100 اربه روپو دے۔ د پي اېس ډی پی حجم 1,100 ارب روپۍ دے په كوم كښې چې 220 ارب روپۍ د غېر ملكي فنډز په توګه شاملې دي۔ د مالي وسائلو د كمي له امله ځنډولې شوو منصوبو كښې يو په لس زياتوالے راغلے ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې چې په لږو ضرورتونو اډانه منصوبې دې جوړې كړې شي دغسې چې د فنډز په وخت وركړه باوري كړې شي۔ وفاقي وزير ای اے ډی ته هدايت وكړو چې هغه اړوندو وزارتونو او ډو??ژن??نو سره مشاورت څخه وروستو د بجټ حقيقت پسنده طلب جوړ كړي دغسې چې د خزانې وزارت سره په ګډه پرمختيائي منصوبو لپاره د ضروري فنډز باوري كولو اهتمام و??ړے شي
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د وزيراعظم د منصوبه بندۍ او په بهرني فنډز چليدونكو منصوبو د عملدرآمد كمېټۍ غونډه
Jia Electronics Credibility Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج