اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو ??و خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې قومي ترانه د هېواد پېژندګلي ده، بايد په ري ريكارډ قومي ترانه سياست ونه كړے شي، دا زمونږ د ټولو كرېډټ دے، د لياقت علي خان نه پس به شهباز شريف دوهم وزيراعظم وي كوم به چې سبا د ري ريكارډ قومي ترانې اج??ا وكړي. د خالي په ورځ خبري كانفرنس ته ?? وېنا كولو په مهال د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې د هېواد دفاع لپاره د پاكستان د پوځ او امنيتي ځواكونو بې شمېره قرانې وركړې دي. هغې ووئيل چې په هېواد كښې كله هم جمهوري دور راغلے، ګټه ئې اولس ته ??سېدلې، د ډائمنډ جوبلي په موقع يو سياسي ګوند د پاكستان بېرغ لرې كولو سره د خپل ګوند بېرغ لګولے او د خپل پست ذهنيت ثبوت ئې وركړے. هغې ووئيل چې د آزادې په ورځ بايد مونږ خپلو ځوانانو ته پېغام وركړو چې مونږ يو قوم يو، تر شين هلالي بېرغ لاندې مونږ ټول يو موټې يو، مونږ ته ?? هېواد پرمختګ لپاره په ګډه وړاندې تلل دي. د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د قومي بېرغ هسكولو په دستوره كښې نوې ري ريكارډ شوې قومي ترانه لانچ كوي. هغې ووئيل چې لياقت علي په كال 1954م كښې په وړومبي ځل د قومي ترانې اج??ا كړې وه او 68 كاله پس به وزيراعظم شهباز شريف جديد ټېكنالوجې سره د ري ريكارډ قومي ترانې پرانسته كوي. د قومي ترانې د تاريخ ذكر كولو سره وفاقي وزيرې ووئيل چې په كال 1948م كښې د سردار عبدالرب نشتر په مشرې كښې حكومت د قومي ترانې تيارې لپاره يوه كمېټي تشكيل كړې وه. د احمد غلام علي چهاګله لخوا تيارې كړې شوې دهن د هغه وخت وزيراعظم لياقت علي خان او د كمېټې غ??و ته وړاندې كړے شو، په كال 1950م كښې د اګست په 10مه نېټه سټېرنګ كمېټې د احمد چهاګله په دهن د قومي ترانې منظوري وركړه. هغې ووئيل چې په كال 1954م كښې د حفيظ جالندهري په تحريك كښې د دې دهن منظوري وركړې شوه او قومي ترانه نشر كړې شوه. د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې د لياقت علي خان نه پس به وزيراعظم شهباز شريف دوهم وزيراعظم كوم به چې د پاكستان د آفيشل قومي ترانې اج??ا كوي.
قومي ترانه د هېواد پېژندګلي ده، بايد په ري ريكارډ قومي ترانه سياست ونه كړے شي، د لياقت علي خان نه پس به شهباز شريف دوهم وزيراعظم وي كوم به چې سبا د ري ريكارډ قومي ترانې اجرا وكړي. مريم اورنګزېب
Blackjack Reputation Platform
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری