اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د سېلاب ځپليو كورونه جوړولو لپاره دې په ترجيحي بنيادونو لائحه عمل تيار كړې شي او په سېلاب ځپلې سيمو كښې بحالۍ لپاره دې د پرمختيائي كارونو پي سي ون ته په څلورو ورځو كښې حتمي شكل وركړې شي۔ وزيراعظم دا امر د نېشنل فلډ رېسپانس اينډ کوارډينيشن سينټر د جاج غونډې مشرۍ په مهال وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن٬ د اېن اېف آر سي سي چيئرمېن او د اړوند ادارو لوړ پورو ګډون كولو۔ د سندھ وزيراعلٰی او د څلورو واړو صوبو چيف سېكترانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب په څير قدرتي آفت بايد سياست ونه كړے شي٬ د ځپلې شويو پاكستانيانو خېرښګړې لپاره ??ونږ له سياست يو خوا ته كېښودو سره د ځپليو مرسته او بحالۍ لپاره عملي اقدامات كول دي۔ وزيراعظم ووئيل د ??مي په موسم كښې سېلاب ځپلي مونږ د يخنۍ موسم ته پرېښودلې نه شؤ۔ وزيراعظم ووئيل د فوډ سېكيورټي وزير دې صوبو سره ??ه ګډه د غنمو د طلب اندازه ولګوي٬ د موجوده شمېرو له مخې د غنمو تر راتلونكي فصل د طلب له مخي ذخيره ??وجود ده۔ ده ووئيل د توان وزېر دې د سېلاب ځپليو سيمو خپله دوره ??ولو سره د برېښنا آسانيو وركړه باوري كړي٬ ھغو سيمو ته دې د بريښنا وركړه باوري كړې شي چرته چې د سېلاب اوبو اخراج لپاره ??مپس چلولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د سېلاب ځپليو بحالۍ پلاره بشپړه منصوبه بندي خپل حتمي پړاٶ ته رسېدلې ده او په 24م اكتوبر به وفاق او صوبائي حكومتونه د نړيوالو ادارو په مرسته په دې رپورټ وړاندې كړي۔ وزيراعظم نړيوال ډونرز ته وړاندې كولو لپاره د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د جامع لائحه عمل زر تر زره د بشپړولو امر وكړٶ۔ په دې موقع وزيراعظم د بي آېي اېس پي لخوا د وزيراعظم فلډ ريليف کېش پروګرام له مخې ځپليو كو??ني?? ته د كورنۍ په سر د 25 زره روپو وركولو د پېشرفت نه خبر كړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې تر اوسه ګرد هېواد كښې 26 لكه كو??ني?? ته 66.22 اربه روپۍ وركړې شوې دي چې پكښې تر ټولو زيات سندھ كښې نزدې 18 زره ??و??ني?? ته٬ په خېبرپښنتونخوا كښې درې لكه 15 زره ??و??ني?? او په بلوچستان كښې 2 لكه 40 زره ??و??ني?? ته دا رقم وركړې شوې دې۔ په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د ريسكيو٬ ريليف او د بحالۍ اقداماتو نه خبرولو سره ??وئيل په مجموعي توګه په سندھ كښې يو لك 23 زره ?? بلوچستان كښې يو ??ك او خېبر پښتونخوا كښې 64 زره خېمې وركړې شوې دي او دغسې په سندھ كښې 15 لكه او په بلوچستان كښې 64 زره ??چهر دانۍ وركړې شوي دي د دې نه علاوه راشن سره سره ??شتۍ ٬ دا اوبو د اخراج پمپس هم په لويه شمېره ??ركول باوري كړې شوي دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د وفاقي حكومت لخوا اېن ډي اېم اے د حق رسېدليو كو??ني?? له لس لكه او د ژوبل شويو مرستې په مد كښې نزدې 88 كروړه روپۍ وېشلې دي۔غونډې ته ووئيل شول چې د سندھ درياب په ختيز او لوېديزو غاړو د سېلاب د اوبو نكاس لپاره ??اټر پمپس لګولې شوې دي او په كومو سيمو كښې چې د برېښنا وركړه كښې خنډان رامخې ته دي هلته جنرېټرز وركول باوري كړې شوې دي۔ وزيراعظم د بلوچستان چيف سېكتر لخوا په صوبه كښې د ??مي موسم له امله د سېلاب ځپليو ستونزو او د صوبائي او وفاقي حكومت د مرستې كاروائيو په اړه خبر كړے شو۔ وزيراعظم په ھغه سيمو كښې چرته چې د يخنۍ شدت زياتېږي ٬ د چين لخوا عطيه كړې شوې خاص خېمې وركولو امر جاري كړو
په سېلاب ځپلې سيمو كښې بحالۍ لپاره د پرمختيائي كارونو پي سي ون ته دې په څلورو ورځو كښې حتمي شكل وركړې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف امر
Automated Super Roulette Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔