اسلام آباد 16مارچ(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬نه د هغه ګرفتاري په ټاكنو كښې د تاخير سره كوم تعلق لري ۔نړيوالې خپرونې ادارېR21;سكائي نيوز”سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان قانون سره د مرستې كولو په ځاے پرله پسې قانون شكني كوي٬پولي?? يوازې په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي٬په هغه د كرپشن مقدمې دي او هغه د ګرفتارۍ نه پس عدالت ته وړاندې كول دي۔دې ووئيل پو??يس سره كوم ډول وسله نشته٬پو??يس په عدالتي احكامات عملدرآمد كولو لپاره په زمان پارك كښې موجود دے چرته چې په پو??يس د بمونو مسلسل بريدونه كېږي۔تر دې مهال د لاهور ډي آئي چي آپرېشنز پشمول 65 پو??يس اهلكار ژوبل شوي۔دې ووئيل د عدالت لخوا په جاري وارنټ ګرفتارۍ پو??يس د وسلې نه بغېر عمران ګرفتارولو لپاره په زمان پارك كښې موجود دے ٬عمران خان له د ذمه وارۍ څخه كار اخستل پكار دي۔دې ووئيل ع??ران خان پرله پسې دروغ وائي٬عمران خان وائي چې ماته امنيتي خطره ده خو دا مهال وائي چې سياسي جلسې كولو لپاره چمتو هم يم٬ دې ووئېل كله چې عدالت هغه ته په مقدمو كښې د وړاندې كېدو وائي نو عمران خان د امنيت خطرې بهانه جوړوي۔دې ووئيل ع??ران خان په پاكستان كښې خانه جنګي٬سول وار او اړے ګړے غواړي٬هغه خلق د تشدد لپاره راپاروي٬پو??يس چې كله د عمران خان نيولو لپاره راځي نو هه مېرمنې او ماشومان د پو??يس په وړاندې اودروي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان د موجوده خراب معاشي صورتحال ذمه وار عمران خان دے٬عمران خان هېواد د ډيفالټ ته رسولے ٬عمران خان مارچ 2022كښې د خپل لاس ليك كړي د آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي كړې۔دې ووئيل د عمران خان وارنټ ګرفتاري د هغه په ضد د كرپشن مقدمو كښې جاري شوې٬عمران خان په خپل څلور كلونه اقتدار كښې په خپلو سياسي مخالفينو بې بنسټه مقدمې جوړې كړي٬هغوي يې په زندانونو كښې اچولي٬كله چې هغه وزيراعظم ؤ نو د خپلو سياسي مخالفينو وارنټ ګرفتاري به يې پخپله جاري كوله
عمران خان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د نړيوالې خپرونې ادارې”سكائي نيوز”سره خبرې
Aviation APP game platform download
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز