لاهور ۔25مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د وېړيا اوړو وېش مركز ته راتلونكے كوم و??ړے بايد تش لاس ستون نه شي٬ بېنظير انكم س??ورټ پروګرام سره چې كوم كسان رجسټرډ نه دي دهغوي دې هم فوري رجسټرېشن باوري كړې شي٬ د اوړو وېش مركزونو كښې دې نادرا او بېنظیر انکم س??ورټ پروګرام رجسټرېشن له كاؤنټرې جوړې كړې شي ٬ د وېړيا اوړو معيار كښې بايد كوم كمې ونكړې شي٬ د لاهور ٬ قصور او سرګودھې څخه وروستو به نورو ښارونو كښې هم د اوړو د وېړيا وېش او د اوړو د معيار جاج اخلم۔ د وزیر اعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په اسلام آباد کېپټل ټېرېټری كښې د وېړيا اوړو وركړې جاج اخستو غونډه وشوه۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې م??ت آټا اسکیم په پنجاب، خېبر پختونخوا او اسلام آباد كښې روان دے۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شؤ چې اسلام آباد كښې د وېړيا اوړو مركزونو شمېره لا زياتولې شي۔ په دې م??ال وزيراعظم خپلو ??برو كښې ووئيل د روژې مباركې م??اشتې په مهال چې د بې وزليو وګړو څومره هم مرسته كېدې شي هغه دې وكړې شي۔ ده ووئيل د لاهور ٬ قصور او سرګودھې څخه وروستو به نورو ښارونو كښې هم د اوړو د وېړيا وېش او د اوړو د معيار جاج اخلم۔ ده ووئيل د اوړو وېش مركزونو كښې دې نادرا او بېنظیر انکم س??ورټ پروګرام رجسټرېشن له كاؤنټرې جوړې كړې شي ٬ د وېړيا اوړو معيار كښې بايد كوم كمې ونكړې شي۔ ده هدايت وكړو چې كوم هم و??ړے بايد د اوړو وېش مركز څخه تش لاس ستون نه شي۔ په غونډه كښې داخله وزير رانا ثناﺀ الله ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ٬ د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه ٬ د قومي اسمبلۍ غړو او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
د ويړيا اوړو ويش مركز ته راتلونكے كوم وګړے بايد تش لاس ستون نه شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Crazy Raccoon Ninja APP download link
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2