اسلام آباد۔14فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلې دي كه جنرال باجوه سپر كنګ وو نو عمران خان سپر كرپټ دے٬ عمران خان د جعلي مقدمو ٬ دړكو او فشار د لارې سلطاني ګواه جوړ كړل٬ سلېكټډ ججانو څخه يۍ د خپلې مرضې پرېكړې واخستې ٬ عمران خان هر عدالت څخه استثنیٰ غواړي٬ د نواز شريف او شهباز شريف په شمول د مسلم ليګ نون مشرتابه ورځ په ورځ ښه كېږي او عمران خان په ډاګه كېږي٬ د عمران خان د نړيوال يا امريكائي سازش نه كېدو اعتراف ثبوت دې چې هغه د آرټيكل 6 مجرم دے۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې دې ووئيل په آشيانه كېس كښې د شهباز شريف په ضد د اېل ډی اے چیف انجینئر اسرار سعید وعدہ معاف ګواه جوړ كړے شوے وو۔ نن اسرار سعدي قسميه بيان عدالت كښې جمع كړو چې زه د فشار او ټېلو د لارې ګواه جوړ كړې شوې ووم۔ نن اسرار سعيد بيان حلفي عدالت كښې جمع كړې دې په كوم كښې چې په ښكاره توګه وئېلې شوي دي چې زه د فشار او دړكو د لارې وعده معاف ګواه جوړ كړے شوے ووم۔ دې ووئيل په تېر دور كښې د شهباز شريف په ضد يو شمېر كېسونه جوړ كړې شول۔ مونږ د خپلو كېسونو جوابونه عدالت ته تللو سره وركړل۔ شهباز شريف د صفا اوبو په كېس كښې رابللو سره ونيولې شو۔ عمران خان بلين ټري سونامي ٬ توشه خانه كېس كښې نيولې شي او ووائي زه به ځواب نه كوم۔ دې ووئيل عمران خان په خپل دور كښې خپل سياسي مخالفين ونيول او اوس وائي چې زما په ضد سياسي انتقام روان دے ٬ دا څانګه سياسي انتقام دے چې عمران خان په زمان پارك كښې ناست دے۔ دې ووئيل عمران خان يوه ورځ تور لګوي او بله ورځ هم دغه خلكو نه معافي غواړي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې دې ووئيل عمران خان د خپلو سهولت كارو رنګ ماسټر وو٬ هغه خپل اختيارات په ناوړه توګه كارولو سره دا ټول كارونه وكړل٬ عمران خان له به ځواب وركول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل چې په سپریم پوزیشن د ناست هر سړي دا ذمه واري ده چې هغه دا خبره باوري كړي چې انصاف كېدل دې په نظر راشي۔
كه جنرال باجوه سپر كنګ وو نو عمران خان سپر كرپټ دے٬ عمران خان د جعلي مقدمو ٬ دړكو او فشار د لارې سلطاني ګواه جوړ كړل٬ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی