اسلام آباد۔20 دسمبر(اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په ښكاره توګه وايم چې عمران به 5 كاله ترسره كوي او معاشي حالات ښه كولو سره به اولس مخ په وړاندې بوځي۔ څوك چې لانګ مارچ كول غواړي هغه دې وكړي ٬ اسلام آباد ته راتلل غواړي راځي دے٬ مونږ ئې هركلي كولو ته تيار يؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د استقباليې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ داخله وزير ووئيل په استقباليه كولو ستاسو د زړه نه مننه كوم۔ هغه ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي د هېواد په 70 كلن تاريخ كښې په اولني ځل به د دسمبر په 23 مه نېټه وزيراعظم پوليس لائنز كښې دستوره كښې ګډون كوي۔ دا كرېډټ د عمران خان دے چې پوليس په اولني ځل دومره زيات عزت ترلاسه كوي۔ هغه ووئيل 100 زره شناختي كارډونه به روزانه جاري كېږي او اولنې به وېړيا وي۔ په اسلام آباد كښې د درې نه علاوه نورې ټولې پوستې ختمې كړې شوي دي۔ په 23 دسمبر به وزيراعظم فنډ راكړي نو ټولې چېك پوستې به ختمې كړې شي۔ په ټولو تحصيلونو كښی به د شناختي كارډ دفترې پرانستلې شي۔ په لسو هېوادونو كښې د شناختي كارډ او پاسپورټ انتظام دے په ټوله نړۍ كښې به خارجه وزارت سره په ګډه د شناختي كارډ او پاسپورټ انتظام پياوړې جوړوو او نورې دفترې به پرانيزو۔ هغه ووئيل وزيراعظم په ما باور كړے په 100 ورځو كښې به داخله وزارت كښې بدلون رامخے ته شي۔ امېګرېشن۔ نادرا۔ پاسپورټ ٬اېف آئی اے ټولې ادارې به د اولس خذمت لپاره وي۔ هغه ووئيل په ښكاره توګه وايم چې عمران به 5 كاله ترسره كوي او معاشي حالات ښه كولو سره به اولس مخ په وړاندې بوځي۔ څوك چې لانګ مارچ كول غواړي هغه دې وكړي ٬ اسلام آباد ته راتلل غواړي راځي دے٬ مونږ ئې هركلي كولو ته تيار يؤ
په ښكاره توګه وايم چې عمران به 5 كاله ترسره كوي او معاشي حالات ښه كولو سره به اولس مخ په وړاندې بوځي۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو