جده 07 نومبر (اے پي پي) د او آئي سي او سعودي عرب تر سېوري لاندې په “اسلام كښې د م??رمنو: حيثيت او دوي اختيارمندې جوړولو” په سرخط نړيوال كنفرنس په جده كښې پېل شوے٬ په كنفرنس كښې د بشري حقونو او مېرمنې اختيار مندې جوړولو په اړه د وزيراعظم خاص مرستياله مشعال حسېن ملك د پاکستاني پلاوي مشري كوي٬ دې سره په پلاوي كښې د نېشنل کميشن آن دي سټيټس آف وېمن چيئرپرسن نيلوفر بختيار او په او ??ئي سي كښې د پاکستان مستقل استازې فواد شېر شامل دي٬ په کنفرنس كښې به حنا رباني کھر هم د كنفرنس پېنلسټ په توګه برخه اخلي او كنفرنس به تر 8م نومبر دوام لري چې مقصد ېې په اسلامي ټولنه كښې د م??رمنو په كردار وسيع البنياد بحث كول دي۔ په کنفرنس كښې به اسلامي سکالرز او د او ??ئي سي د غړو هېوادونو سركاري پلاويو نه علاوه مېرمنې وزيرانې او د بېلا بېلو نړيوالو او سيمه ايزو نتظيمونو نمائندګان په لويه كچه ګډون كو??، د ګردې نړۍ محققين، تھنك ټېنکس ا?? د تحقيقي مرکزونو نمائندګان به هم په كنفرنس كښې ګډون كوي
د او آئي سي او سعودي عرب تر سېوري لاندې په “اسلام كښې د مېرمنو: حيثيت او دوي اختيارمندې جوړولو” په سرخط نړيوال كنفرنس٬ د وزيراعظم خاص مرستياله مشعال حسېن ملك به د پاكستاني پلاوي مشري كوي
Houyi Legend Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : رومن دولت