اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف جیولن تھرو اتھلیټ ارشد ندیم ته د غوره كاركردګۍ په څرګندونه او د هېواد نامه په روښانه كولو مباركي وركولو سره په سباؤن كښی د هغه كاميابو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ وزیراعظم شهباز شریف سره جیولن تھرو اتھلیټ ارشد ندیم د نهې په ??رځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير مملكت شيزه فاطمه خواجه هم موجود وه۔ جیولن تھرو اتھلیټ ارشد ندیم په خصوصي توګه وزيراعظم هاؤس ته رابللے شوے ؤ ۔ وزیراعظم ارشد ندیم څخه د هغه خيريت وپوښتلو او د پاكستان ??امه په روښانه كولو ئې ورته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل ستا كاميابۍ لپاره د ټول قام دعاګانې ستا سره دي٬ مونږ په تا وياړ لرؤ ٬ تا له نور هم مخ په ??ړاندې تلل دي٬ ستا په ??اميابو كښې د پاك پروردګار د فضل او بيا ستا د ذاتي خوارۍ ٬ د مور پلار دعاګانو او تربيه كوؤنكو هم كردار دے۔ دغسې ارشد ندیم د وزارت عظمی منصب په سنبالولو وزيراعظم له مباركي وركړه۔ ده وزيراعظم د خپل سپورټس كيريئر په اړه خبر كړو۔ ارشد ندیم ووئيل ما د سكول وخت څخه په ??وبو كښې برخه اخسته خو اوس په سكولونو كښې د لوبو لړۍ پاتې نه شوه دا بايد بحال كړې شي۔ ده ووئيل سوئيلي افريقې ته تربيې لپاره ځم كه وېزا ماته زر ترلاسه شي نو ما لپار?? به آساني ??ي۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې ارشد نديم ته دې د وېزې زر تر زره اجراﺀ باوري كړې شي۔ ده وزيراعظم ته ووئيل اولمپکس څخه وړاندې به دوه ايونټس كښې د پاكستان ??مائندګي كوم۔ خپل هېواد لپاره هر ايونټ ته تللو له چمتو يم۔ په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل په اولمپکس كښې د ارشد نديم ايونټ د شپې مهال ؤ او ټول قام د ده ايونټ وكتلو او ده لپاره يۍ دعا كوله۔ ارشد نديم وزيراعظم هاؤس ته په بلنه د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل دا يو ښه ملاقات ؤ ۔ په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم لوبو ته په ??ده وركولو كښې زياته خوښي لري چې ورسر?? به هېواد كښې لوبو ته لا وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل وزيراعظم زما په ??لي كښې د ګراؤنډ جوړولو باور هم راكړے۔ ده ووئيل د لوبو ودې سر?? به په ګرده نړۍ كښې د پاكستان ??امه روښانه شي
وزيراعظم شهباز شريف سره د جيولن تھرو اتھليټ ارشد نديم ملاقات
Rise of Asgard Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن