اسلام آباد۔30جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پارليمنټېريزم نړيوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام كښې د نړۍ ټولو پارلمانونو ته مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل دا ورځ ډېره مهمه ده ځكه چې په همدې ??رځ د بين الپارليماني اتحاد كليزه هم نمانځل كېږي۔ ده ووئيل پارلېماني ادارې د جمهوري رويې په وده كښې مهم كردار ادا كوي۔ د سېنېټ سېكرټريټ مېډيا ډائرېكټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي چې په ننۍ ورځ به مونږ له د پارليمنټېرينز په توګه د پارليماني جمهوريت اقدار په ځايې ساتلو له د خپل عزم پخلې كول وي۔ دغسې مونږ له به مكالمې او دوه اړخيزه احترام ته وده وركولو سره سره د ټولنې په ګټه د قانون سازۍ ايجنډې ته وده وركولو له سخته خواري كول وي۔ ده ووئيل پارليماني حكومت سره ژور تړون د راتلونكو نسلونو روښانه سباؤن په جوړولو كښې مهم رول لوبوي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون ، ترهګ??ي، افراطیت، مخ په زیاتیدونکې شخړې ا?? نور چېلنجونه د نړۍ بقا لپاره خطر جوړېږي٬ د دې ??خنيوي له يو فعاله فرېم ورك او اجتماعي نقطه نظر ته سخته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ ته وده وركولو له د ګردې ??ړۍ پارليمانونو سره دے۔
د سينيټ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني د پارليمنټيرينزم نړيوالې ورځې په موقعه پيغام
ज़ीमा ऑनलाइन विश्वसनीय मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável