لاهور۔9نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وز??ر عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې حكومتي اقداماتو سره معيشت كښې ښكاره ښه والې راممې ته شوې ٬ قطر او آذربائیجان په پاكستان كښې د 5 ارب ډالرو سرمايه كارۍ له چمتؤ دي٬ د علامه اقبال افكار زمونږ د پرمختګ او سوكالۍ لاره ده٬ ځوانان خپلواكه جوړؤ٬ د پي ټي آئي مؤسس خپل خوشې كېدو له د ګوند مشرتابه دھرنو او انتشار لپاره پاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د اقبال مزار ته د حاضرېدو په موقعه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د تېر وخت په مقابله كښې اسلامي نړۍ د اقبال د خودۍ پېغام ته زياته اړتيا لري٬ د اقبال افكار زمونږ لپاره د پرمختګ او سوكالۍ لاره ده۔ وفاقی وزیر ووئيل د وز??راعظم شهباز شريف ويژن ښكاره دے مونږ له به پور نه بلكې سرمايه كارۍ ته وده وركول وي۔ ده ووئيل ډېر زر هېواد ته سرمايه كاري راروانه ده۔ ده ووئيل د حكومتي هڅو په نتيجه كښې معيشت كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې دې٬ ګراني كمه شوې ده٬ ترسيلات زيات شوي دي۔ اوس به پاكستان له كه پاك پروردګار ته منظور وي پرمختګ كول وي۔ ده ووئيل ملګرو هېوادونو سره د پورونو نه بلكې د سرمايه كارۍ خبره كوؤ۔ سعودي عربستان سره د سرمايه كارۍ لوظنامې 6 اربه ډالره څخه زياتې شوي دي٬ قطر په پاكستان كښې د 3 اربه ډالرو سرمايه كاري كولو له چمتو دے۔ آذربائیجان په پاكستان كښې د 2 اربه ډالرو سرمايه كاري كوي٬ سي پېك تندۍ سره مخ په وړاندے روان دے۔ د يوې پوښتنې په ځو??ب كښې ده ووئيل د پاكستان خارجه پالېسي هم ښه شوې ده ۔ ده ووئيل ځوانانو ته د روزګار موقعې وركوؤ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني د ګوند مشرتابه دھرنو او انتشار له پاروي۔ عطاﺀ تارړ ووئيل د كشمير او فلسطين په مسئله بايد سياست ونكړے شي٬ د فلسطين په اړه د زېك ګولډ سمتھ د بيان تر نن ورځې چا غندنه نه ده كړې٬ د پي ټي آئي فنډنګ كوؤنكي اسرائيل لپاره كار كوي۔ اسرائيل لپاره فنډز جمع كولو سره بې ګناه وګړي په نخښه كولې شي۔ فاقی وزیر ووئيل د افسوس خبره داده چې په خېبر پښتونخوا كښې هېڅ كار نه كيږي۔ دغلته نه په ګرانۍ كښې كمې راځي او نه د ګاډو كرايې كمېپږي۔ ده ووئيل پي ټي آئي د اېس سي او د سبوتاژ كولو هڅه وكړه ، د 12 هېوادونو وز??راعظم پاكستان ته راروان وو او پي ټي آئي احتجاج كولو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځو??ب كښې ده ووئيل د 26 م آئيني بدلون چا هم په ښكاره توګه مخالفت نه دے كړے۔ وکلاء د 26م آئینی ترمیم ملاتړ وكړو۔ فاقی وزیر ووئيل په كوئټه كښې د ترسره شوې بمي چاؤدنې غندنه كوؤ۔ ده ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ نوې ويستلو له به ټول ممكنه اقدامات پورته كولې شي۔ د كركټ ډپلومېسی په اړه د يوې بوښتنې په ځو??ب كښی وفاقي وز??ر ووئيل كركټ بايد سياست څخه پاك وي۔ ده ووئيل چېمپئنزټرافی د پاكستان حق دے او دا به هم دلته كيږي۔
حکومتی اقداماتو سره معيشت ښه شوے ٬ د علامه اقبال افكار د پرمختګ او سوكالۍ لاره ده ٬ د پي ټي آئي مؤسس خپل خوشې كېدو له د ګوند مشرتابه دھرنو او انتشار لپاره پاروي : عطاﺀ تارړ
स्पाइसी अवार्ड्स ईमानदार मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ