کوئټه۔ 10 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير سناتور محسن نقوي وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د هر پاكستاني وګړي جنګ دے او په دې جنګ كښې يواځې بريا او??نې او وروستې آپشن دے۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقع د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په كوئټه رېلوے سټېشن كښې د ځانمرګي بريد نه وروستو صورتحال جاج واخستلې شو او په بلوچستان كښې د امنيتي وضعې او د او??س د ځان او مال تحفظ لپاره په شوو مجموعي اقداماتو خبرې وشوې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيدانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو په مهال ووئيل په بلوچستان كښې ا??ن په ځايې كولو لپاره به هر ډول م??كنه مرسته جاري ساتلې شي۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي ووئيل امن او امان لپاره نور ګامونه هم پورته كولې شي۔ يو موټې عناصر په تخریبي فعالیتونو کښې لاس لري كوم به چې كه پاك پروردګار ته منظور وي د او??س په ملاتړ له ماتې سره مخ شي۔
د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بريا اولنې او وروستې آپشن دے ٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير وزيراعلی سره خبرې
South Australia online reliable entertainment platform
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا