وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم انوار الحق په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
RSG Electronics Online Entertainment Links
APP48-020523
ISLAMABAD: May 02 - A delegation led by the Prime Minister of Azad Jammu and Kashmir, Anwar-ul-Haq calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/TZD/MOS
اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) وزيراعظ?? م??مد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان د مقبوضه جمو و کشمير اولس سره د آزادۍ په هلو ځلو كښې ولاړ دے٬ د آزاد جمو و کشمير پرمختګ لپاره به د پاكستان حكومت هر ممكن مرسته كوي ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نهې په ورځ وزيراعظ?? م??مد شهباز شريف سره د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم انوار الحق په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي دي ٬ ??ه دې موقع وزيراعظم شبهاز شريف انوار الحق ته د آئيني او جمهوري عمل د لارې د آزاد جمو و کشمير د وزيراعظم په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔ ??ه دې موقع وزيراعظم د آزاد جمو و کشمير پرمختيائي فنډز پحقله د مسئلو زر حل كولو باور وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان حکومت به د کشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره اخلاقي ، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د آزاد جمو و کشمير په پلاوي كښې د حکومت وزيران کرنل (ر) وقار نور، فېصل ممتاز راټھور ، د قانون ساز اسمبلۍ غړے چوهدري لطيف اکبر شامل وو۔ ??ه دې موقع د آزاد جمو و کشمير د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر شاه غلام قادر،پخوانے وزيراعظم راجه فاروق حېدر او د آزاد جمو و کشمير د پاکستان پيپلز پارټۍ صدر چوهدري يٰسي?? هم موجود وٶ۔ د ملاقات په مهال د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير احسن اقبال ، د کشمير او ګلګت بل??ستان چارو سلاحكار قمر زمان کائره هم موجود وٶ