اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي چې د پاکستان 75 كالو تاريخ كښې به دا ننۍ ورځ ياد ساتلې شي، د ځيني ججانو دلاسه په عدليه د وګړو باور ختم شوې۔ د ګل په ورځ د قامی اسمبلۍ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندوني سره ده ووئيل د عمران ??ان کارمندانو قامی املاك ته زيان رسولې۔ جناح ها??س ،کورکمانډر ها??س او ریډیو سټیشن پېښور سوزولې شوې۔ده ووئيل د ځيني ججانو په جزوی پرېكړو په اعلیٰ عدلیه تنقید کېږي چې په نتيجه كښې ئې تنازعه رامخې ته كېږي۔ده ووئيل عمران ??ان د ذاتی ګټو لپاره 60 اربه روپۍ غبن کړې۔ احسن اقبال ووئيل مخصوص ډول رويه به زغملې نشي، ځكه چې يو غیر منصفانه نظام ته وده وركړې كېږي۔ ده د پارلمان څخه غوښتنه كړې چې د چیف جسټس په ضد دې سپریم جوډیشل کونسل كښې ریفرنس دائر کړې شي۔ د موسمي بدلون وزیري شیری رحمان د پاکستان تحریك انصاف (پی ټی آئی) په چیئرمېن عمران ??ان تنقید کولو سره ووئيل د نازبين هر ځائې بچ كولو لپاره ټولې ممكنه هڅي كېږي۔دي ووئيل د پخواني وزیر اعظم ذوالفقار علی بھټو د عدالتی پھانسۍ باوجود د پیپلز ګوند کارمندانو د تشدد لاره نه وه خپله كړې۔ دي ووئيل دې فتنه ??ان د پاکستان ځوانان تشدد له پارولي او قامي املاك ئې سوزولې۔
د ظلم نظام له وده وركونكې مخصوصه رويه به زغملې نه شي ۔احسن اقبال
MG card game online entertainment website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر