اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د برېښنا د وېش كمپينيو ته د برېښنا د غلا مخنيوي تګلارې ٬ د برېښنا په څانګې اصلاحات او د لنډې ٬ متوسطې او اوږدې مودې پلان زر تر زره وړاندې كولو هدايت كړے دے٬ وزیراعظم په راروانو 48 ساعتونو كښې د برېښنا په زياتو بلونو كښې كمي لپاره د كوټلي اقداماتو وړاندې كولو هدايت هم كړې۔ هغه دا هدايات د اتوار په ورځ د برېښنا په بلونو كښې د رامخې ته شوې اضافې حوالې سره خپله مشرۍ كښې د بېړنۍ غونډې د اولني دور مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د جولائي مياشتې په بلونو كښې د اضافې په اړه بشپړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ووئيل په تندۍ سره به داسې كوم ګام نه پورته كوؤ چې ورسره هېواد ته زيان ورسي٬ داسې ګامونه به پورته كوؤ چې ورسره په قامي خزانې فشار هم رانشي او اولس ته آسانۍ هم ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل دا ممكن نه ده چې عام وګړې دې ستونز?? سره مخ وي او افسر شاهي او وزيراعظم دې د هغوي په ټېكس وېړيا برېښنا كاروي۔ ده ووئيل اړوند وزارتونه او ادارې دې د وېړيا برېښنا ترلاسه كوؤنكو افسرانو او ادارو تفصيلات وړاندې كړي۔ ده ووئيل زه د عامو وګړو ن??ائندګي كوم ٬ په وزيراعظم هاؤس او پاك سېکرېټرېټ كښې دې برېښنا لږ تر لږه مصرف كړې شي او كه زما د كمرے اے سي بندول وي نو هغه بې شكه بند كړۍ۔ وزیراعظم ووئيل د برېښنا د بچت اقداماتو ن??اذ او د جولائي بلونو كښې د اضافې مسئلې په اړه به صوبائي وزيران?? سره تفصيلي مشاورت سبا كولې شي۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ د برېښنا د وېش كمپينيو ته د برېښنا د غلا مخنيوي تګلارې ٬ د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات او د لنډې ٬ متوسطې او اوږدې مودې پلان زر تر زره وړاندې كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د عبوري كابينې وفاقي وزيرانو شمشاد اختر، ګوھر اعجاز، مرتضی سولنګی، د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر وقار مسعود، د پاور سېکرټری ، د واپډا چئیرمېن ، د نېپرا چیئرمېن او ن??رو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته د برېښنا څانګې مسئلو ٬ د زيات بلونو ٬ دبرېښنا غلا او ددې مخنيوي له د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وزیرِ اعظم غونډه تر سبا (ګل) ورځې ځنډول?? سره د كوټ??ې اقداماتو او پلان تيارول?? سره د وړاندې كولو هدايت وكړو۔
د نګران وزيراعظم په راروانو 48 ساعتونو كښې د برېښنا زياتو بلونو كښې كمي لپاره د كوټلي اقداماتو وړاندې كولو هدايت
Another self-entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina